د روسیې دفاع وزارت ویلي، یوه لویه الوتکه یې چې ۶۵ اوکرایني بندي سرتېري په کې لېږدول کېدل، د اوکراین پولې ته نږدې لوېدلې او سپاره ټول کسان په کې مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دغه پېښه د اوکراین پولې ته نږدې په بلګورود سیمه کې شوې ده.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په الوتکه کې د اوکراین د پوځ هغه ۶۵ سرتېري سپاره وو چې دوی له خپلو بندي کسانو سره د تبادلې لپاره لېږدول.
په دې الوتکه کې شپږ کسه عمله، درې ساتونکي او ۶۵ اوکرایني سرتېري سپاره وو.
بلخوا اوکرایني سرچینو ویلي چې په دې ستره الوتکه کې میزایل لېږدول کېدل.
Views: 13