«د جمهوریت شل کاله» پاډکاسټ لړۍ په دې بحث کې مو نن د افغانستان له پخواني لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي سره مرکه کړې ده.
حميدي سره د افغانستان د عدلي او قضايي سیستم، اداري فساد په لویو قضیو او لویو مجرمینو، په دې دوره کې د عدلي او قضايي بنسټونو په فعالیتونو او پرمختګونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط په عواملو او نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.
د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو د بیا واکمنیدو او دې خورا مهمې دورې په درسونو او عبرتونو د پوهېدو لپاره د بیلابیلو قشرونو له کسانو سره ځانګړې مرکې کوو.
Views: 168