د هند صدراعظم نریندرا مودي هغه معبد پرانیست چې په ۱۹۹۲ کال کې د شهید کړل شوي بابري جومات پر ځای جوړ شوی دی.
مودي د دغه معبد پرانیستل د هند لپاره د یو “نوي دور” پیلامه وبلله. دې اقدام ته د هغه د هندو ملتپال سیاست لپاره د ملاتړ پیاوړي کولو د هڅې په سترګه کتل کیږي چې په روان کال کې د عمومي ټاکنو وړاندې پلویان جذبوي.
مودي د نوي جوړ شوي مندر مخې ته د وینا پر مهال وویل: “د غلامۍ د زنځیرونو له ماتولو سره، هېواد باید پورته شي، او له تیر څخه درس واخلي… یو هېواد یواځې په دې ډول نوی تاریخ جوړوي.”
پر دغه ځای باندې په شپاړسمې پیړۍ کې جوړ شوی بابري جومات ولاړ و چې په ۱۹۹۲ کې د مودي د ګوند لخوا د پارول شویو هندوانو له خوا شهید کړل شو.
دې کار په هند کې د دغه هېواد د ازادۍ راهیسې تر ټولو ناوړه مذهبي ګډوډي رامنځ ته کړه، د هند د رسمي سیکولر سیاسي نظم بنسټ یې ولړزاوه او په ترڅ کې یې لږترلږه ۲۰۰۰ کسان ووژل شول چې زیاتره یې مسلمانان وو.
د نوي معبد په منځ کې ولاړ له ډبرې جوړ بت ته د دعا او عبادت وروسته، مودي وویل: “د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۲۲مه یوازې یوه نېټه نه ده بلکې د یو نوي دور پیلامه ده..”
د اترپردیش ایالت د ایودیا په سیمه کې د دغه معبد د پرانیستلو مراسمو ته لسګونه زره خلک راټول شوي وو او د ډولونو وهلو او نڅا سره یې خوښي څرګندوله. پوځي چورلکو له هوا څخه پر مراسمو باندې ګلونه وشیندل.
په ایودیا کې د مسلمانې ټولنې کم تعداد خلک د مراسمو په منځ کې لیدل شوي خو د هند د اپوزیسیون مشرانو په کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.
یو شمېر منتقدینو ویلي چې مودي د دغه معبد له پرانیستلو څخه د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټه پورته کوي. د مودي او د هغه د ګوند په اړه ویل کیږي چې یوه لسیزه وړاندې واک ته د رسیدو راهیسې، هڅه کوي چې هندو مذهب ته په ټولنه کې پرمختګ ورکړي.
د واکمن بهارتیا جنتا ګوند په هغه کمپاین کې مهم رول لوبولی چې په پایله کې یې د بابري جومات ویجاړ کړل شو.
دې اقدام مودي او د هغه د ګوند پرمختګ ته لار هواره کړه او وتوانید چې د سیکولر کانګرس ګوند څخه، چې د بریتانیا څخه د هند د ازادۍ له اخیستلو راهیسې واکمن و، واک ترلاسه کړي.
په هند کې عمومي ټاکنې د اپریل په میاشت کې پیلیږي او له ټاکنو وړاندې د رام مندر پرانیستلو، مودي د هندو عقیدې د مدافع په توګه څرګند کړی دی.
Views: 34