د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې په بدخشان ولایت کې د غورځېدلې بهرنۍ الوتکې څلور کسان ژوندي ژغورل شوي، خو د بدخشان ځایي مسوولین بیا وایي چې دوه تنه یې مړه شوي دي.
یاد وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه د شپې ناوخته پر اېکس شبکې لیکلي، هغه الوتکه چې په بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه د کوف آب ولسوالی د ارز کوه پدېو سیمه کې پيدا شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د ژغورونکې ډلې لخوا د یادې الوتکې د پیلوټ په ګډون څلور کسان ژوندي ژغورل شوي او د پاتې کسانو لټون روان دی.
د طالیبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورته څرګندونې کړې او زیاته کړې چې د څېړونکي ټيم لخوا د پاتې کسانو د لټون لپاره اوس هم هلته هلې ځلې روانې دي.
خو د بدخشان د ولایت مقام د دفتر رییس خان محمد حاجي اسد وویل چې د غورځېدلې الوتکې دوه کسان مړه او څلور نور یې ژغورل شوي دي او په سیمه کې له ژغورونکې ډلې سره دي.
تر دې مخکې ځینو رسنیو خبر ورکړی و چې د ا الوتکه د هند اړونده ده، خو د هند د هوایي چلند اداراې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بدخشان ولایت کې غورځېدلې الوتکه دوی پورې تړاو نه لري.
سرچینې زیاته کړې چې دا یوه شخصي وړه جیټ الوتکه وه، چې د امبولانس په توګه ترې کار اخیستل کېده او له تایلینډ څخه د ازبکستان تاشقند ښار او بیا له هاغه ځایه مسکو ته روانه وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې الوتکې د هند په ګایا هوایي ډګر کې د تېلو ترلاسه کولو په موخه لنډه ناسته کړې وه.
د راپورونو له مخې، دا روسۍ جوړ الوتکه په مراکش هېواد کې راجستر ده او په کې ټول شپږ کسان چې دوه یې روسيان وو، سپاره وو.
Views: 18