د افغانستان کرکټ بورډ وایي چي اسټرالیايي شېن مکډرمټ یې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې برخې روزونکي په توګه ګومارلی دی.

کرکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې ویلي، شېن مکډرمټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې برخې نوي روزونکي په توګه وګومارل شو چې د راتلونکې فبرورۍ په لومړیو کې به د سریلانکا پر وړاندې له لوبلړۍ مخکې له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.

بورډ زیاته کړې، مکډرمټ د ظرفیت لوړونې برخه کې د درېیمې درجې سند لرونکی روزونکی دی چې له دې مخکې یې د بنګله‌دېش، سریلانکا او اسټرالیا کرکټ لوبډلو سره په بېلابېلو روزنیزو برخو کې د کار کافي تجربه لري.

سرچینې ویلي، مکډرمټ په ۲۰۲۲ کال کې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې د ډګرساتنې برخې د مرستیال روزونکي په توګه دنده هم ترسره کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي نوموړی همدارنګه تر ۲۰۱۹-۲۰۲۱ کال پورې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره د ډګرساتنې برخه کې کار کړی چې ترڅنګ یې په همدې موده کې د سریلانکا د الف لوبډلې د مشر روزونکي دنده هم پر مخ وړې ده.

کرکټ بورډ زیاته کړې، شېن مکډرمټ له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۹ کال پورې د اسټرالیا د ملي لوبډلې د لنډمهاله مرستیال روزونکي او د ډګرساتنې روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او دغه راز د لنډ مهال لپاره د اسټرالیا  الف لوبډلې د کارکردګۍ څېړونکي او ډګرساتنې روزونکي په حیث هم پاتې شوی دی.

سرچینه وایي، د دې ټولو مسوولیتونو او دندو ترڅنګ شېن مکډرمټ د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال د شل‌اوریزو سیالیو نړۍوال جام او همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړۍوال جام کې له بېلابېلو لوبډلو سره د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د یادونې ده، د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د کارکردګۍ څېړنې او فزیکي تکړښت برخه کې هم د روزونکو په لټه کې دی او یاد بستونه یې اعلان ته ورکړي دي.

Views: 24