د افغانستان د والیبال فدراسیون ارشد مرستیال او د ملي لوبډلې پخوانۍ مشر روزونکی محمد یوسف صادق د کاناډا د والیبال فدراسیون د پروګرامونو د تخنیکي برخې همغږي‌کوونکي په توګه ټاکل شوې دی.

د افغانستان د والیبال فدراسیون سکرتر جڼرال محمد ناصر نوري وویل چې د هېواد د والیبال ملي فدراسیون ارشد مرستیال محمد یوسف صادق د کاناډا د والیبال فدراسیون د پروګرامونو د تخنیکي برخې د همغږي‌کوونکي په توګه ټاکل شوی دی.

دغه راز، د والیبال فدراسیون هم نن ویلي چې محمد یوسف صادق د کاناډا په انټاریو ایالت کې د دغه هېواد د والیبال فدراسیون د پروګرامونو د تخنیکي برخې د همغږي‌کوونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې ده، محمد یوسف صادق له دې مخکې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي سربېره د تاجکستان د والیبال ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوې دی.

 

Views: 11