ولايتي چارواکي وايي، له تورخم، خرلاڅې او انګور اډې وروسته پاکستاني ملېشو د غلامخان لار هم د سوداګريزو مالونو او ناروغانو پر مخ تړلې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس شبيراحمد عثماني وويل، څلور ورځې کېږي چې پاکستاني ملېشو له کوم معلوم دلیل پرته یاده لار تړلې ده.
نوموړي وويل، د دې لارې په تړل کېدو سره د افغان سوداګرو ترڅنګ پاکستاني سوداګرو ته هم لوی مالي زيان اوښتی او په وينا يې، د لارې خلاصولولو په موخه یې هڅې پيل کړې دي.
هغه زیاته کړه: «په بندرونو کې پاکستاني چارواکو تر اوسه کوم عمده لامل نه دی په ګوته کړی، البته دوی د خپلو مشرانو له خوا د بندولو امر ښودلی؛ اسلامي امارت د تجارت برخه کې د خپلو ملي ګټو په خاطر ځیني اقدامات کړي، شاید دا اقدامات به د پاکستان حکومت د ځان پر زیان بولي خو داسې نه ده.»
ورته مهال، د غلامخان بندر کميسار بهاييجان بلال بيا وايي، لار په بشپړه توګه نه ده تړل شوې، بلکې د کرښې هغې غاړې ته بندو کسانو او باروړونکو موټرو ته اجازه ورکول کېږي.
د هغه په خبره چې له دې غاړې هیڅ موټر او ناروغ ته د تګ اجازه نشته.
نوموړي وویل، د پاکستان حکومت یاده لار په دې پلمه تړلې چې ټول موټرچلوونکي او په دې لار پاکستان ته اوښتونکي کسان باید د دغه هېواد ویزه ولري.
هغه وايي: «تېره ورځ موږ له دوی سره ناسته لرله، خو بې پايلې پای ته ورسېده؛ څو چې دوی زموږ کسانو ته اجازه ورنه کړي، د هغوی کسانو ته هم اجازه نه ورکوو، په دې لار تقريباً هره ورځ تر دېرشو پورې ناروغانو ته د اوښتو اجازه ورکول کېده چې اوس نه شي تللی.»
بلخوا بیا په خوست کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر نواب اميرزی وايي، غلامخان کې دا مهال د کرښې دواړو غاړو ته د تازه مېوو او سبزۍ سلګونه بار موټر ولاړ دي.
نوموړی زياتوي: «دوی هر وخت په سياست پورې تجارت تړي، کله چې د حکومتونو ترمنځ سياسي اړيکې خرابېږي، نو دلته دوی لارې بندوي چې دا نه يوازې افغانستان، بلکې پاکستان ته هم ضرر لري، پاکستان اوس له اقتصادي بحران سره مخ دی او افغانستان د دوی د بېکيفيته مالونو لپاره يوازېنی مارکېټ دی.»
د یادونې ده، پاکستاني حکومت له تېرو درېیو ورځو راهیسي د تورخم، خرلاڅې او انګور اډې لارې د ترانزیټ او ویزه نهلرونکو کسانو پر مخ تړلې دي.
Views: 15