په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د نیولو په لړ کې د دغه هېواد پولیسو لږ تر لږه ۹۹ افغان کډوال نیولي دي .
ترکي رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی چې دغه افغانان د شنبې په ورځ په ارزانجان ښار کې د پولیسو لخوا د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه افغان کډوال د ارزانجان ښار پر لویه لار د تالاشۍ پر مهال په یوه لارۍ کې موندل شوي دي.
دا لا څرګنده نه ده چې ایا دغه افغان کډوال به افغانستان ته ولېږل شي که څرنګه، خو مخکې اکثر کسان تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته استول شوي دی.
د نیول شویو کډوالو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو اکثره افغان کډوال هڅه کوي چې د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ترکیه کې زرګونه افغانان نیول شوي او بېرته یې افغانستان ته یې ډیپورټ کړي دي.
Views: 16