ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي چې د تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره هم د ترانزیټ او ناروغانو پر مخ تړلې ده او دواړو خواوو ته ګڼ شمېر باروړونکي موټر او ناروغان د تګ راتګ انتظار کوي.
د تورخم دروازه وړمه ورځ د پاکستاني چارواکو له خوا د باروړونکو موټرو پر وړاندې په دې پلمه وتړل شوه چې ګواکې موټرچلوونکي ويزه او پاسپورټ نه لري.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي بدلون نن وویل چې دغه لار د درېيمې ورځې لپاره هم د پاکستان له خوا تړل شوې وه او د ترانزيټ او د ناروغانو د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شوه.
هغه وايي: «کله چې دغه لاره وتړل شوه پاکستاني لوري هغو ناروغانو ته هم د تګ اجازه ورنه کړه چې د يوې هوکړې له مخې په ټوکن باندې پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.»
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیریت پلاوي غړي زلمي عظیمي وویل، شاوخوا زر لارۍ، کانټينرونه او پر سوداګريزو توکو بار موټرونه هغې غاړې او نږدې دوه زره لارۍ دې غاړې په انتظار ولاړې دي.
هغه وايي: «پاکستان تل پر تجارانو ګوزارونه کوي، تجاران يې له پښو وغورځول، دا اوس هم زموږ د تازه ميوو، تازه سبزۍ، شوکاڼي، سکرو، مالوچو بار موټرونه ولاړ دي.»
د هغه په خبره، په تېرو شلو کلونو کې پاکستان بله لار نه درلوده، يوازې يې د تورخم دروازې او ځينو نورو پلمو باندې سوداګرو ته زيان رسولی، پر افغان حکومت يې فشار راوړی او خپلې غوښتنې يې پرې منلي دي.
هغه غوښتنه وکړه چې دغه موضوع دې د خبرو اترو له لارې حل شي څو د تورخم لار بېرته په عادي ډول خلاصه شي.
د تورخم کميسار مولوي عبدالجبار حکمت پرون رسنيو ته ويلي وو چې له پاکستاني اړخ سره يې خبرې کړي خو هغوی ورته ويلي چې مرکزي حکومت دا پرېکړه کړې او دوی په کې صلاحیت نه لري.
Views: 11