کولمبیایي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په یوې غرنۍ سیمه کې د غره یوې برخې ښویېدو له امله ۳۴ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې یاده پېښه په یوه غرنۍ سیمه کې چې کوبېدو او مدلین ښارونه سر وصلېږي، شوې ده.
د راپور له مخې، د کولمبیا د بېړنیو حالاتو ملي ادارې اعلان کړی چې تر اوسه د ۱۷ کسانو جسدونه پېژندل شوي او د ۱۷ نورو پېژندلو هڅې روانې دي.
مخکې له دې د یاد هېواد چارواکو د پېښې د مړو شمېر ۱۸ او د ټپیانو ۳۵ ښودلی و.
د کولمبیا د طبیعي پېښو ادارې د یاد غره ښویېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي خو د دغه هېواد دفاع وزات اعلان کړی چې ښايي یاده پېښه په سیمه کې د ډېر باران ورېدو له امله شوې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په خوا هم په کولمبیا کې د طبیعي پېښو له امله د دغه هېواد اوسېدونکي قرباني شوي وو.
Views: 11