د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې یو پلاوی یې په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره پر افغان کډوالو خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مرستیال وزیر ریجارډ آر ورما د جنورۍ له اتمې تر ۱۲مې نېټې پورې د اسراییل، اردن، عراق او پاکستان ته په سفر تللی و.
سرچینې زیاته کړې چې دغه پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو د لا پرمختګ او د علاقې وړ پر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې امریکایي استازي پاکستاني چارواکو سره سره د نړیۍوالو ادارو له چارواکو او نورو هم لیدلي او له هغو افغانانو سره پر مرسته یې ټینګار کړی چې د امریکې د حکومت په استازیتوب یې په افغانستان کې کار کړی دی.
سرچینې ویلي: “د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما د اغېزمنو وګړو او په شرایطو برابرو افغانانو د بیا مېشتېدو په اړه زموږ د ګډې دلچسپۍ په اړه خبرې کړي دي”.
د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د اړوند مسلو په سر د خبرو لپاره اسلام اباد ته د دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي تر سفر مخکې د تېر کال د دسمبر په څلورمه هم یو امریکايي پلاوی له پاکستاني چارواکو سره په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتیدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.
د یادونې وړده چې په پاکستان کې شاوخوا ۲۵ زره افغانان امریکا ته دتګ په تمه ایسار دي او یو شمېر یې د پاکستان لخوا بېرته هم شړل شوي دي.
Views: 18