د راپورونو له مخې، د عراق په نیمه خپلواک سیمه کردستان کې د وسلهوالو په یوه برید کې د ترکیې پنځه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
تېره ورځ د مرغومي په ۲۲مه پنځه سرتېرې د عراق په نیمه خپلواکه سیمه کردستان کې په یوه برید کې وژل شوي او اته نور ټپیان دي چې د درېیو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.
سرچینې ویلي، وسلهوالو هڅه کوله چې د عراق په شمال کې د دوی نظامي اډې ته ننوځي.
دغهراز، سرچینې زیاته کړې، په دې برید کې ۱۲ وسلهوال هم وژل شوي او ترکي ځواکونو په سیمه کې د پاتې نورو وسلهوالو ځپلو لپاره عملیات پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د لړم په میاشت کې هم د ترکیې په استانبول ښار کې چاودنه شوې وه چې شپږ کسان په کې وژل شوي وو او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
Views: 14