د روغتیا نړېوال سازمان وایي چې تېره مېلادي میاشت د کرونا له امله په نړۍ کې نږدې لس زره کسان مړه شوي دي.
امریکا غږ نن په یوه راپور کې د روغتیا نړۍوال سازمان د مشر ټیټدروس اډهانوم قبریسوس له قوله لیکلي چې تېره میاشت د رخصتیو په ورځو کې د زیات شمېر خلکو راټولیدو او په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا تر ټولو «څرګندې» بڼې خپریدو له کبله ډېر خلک وژل شوي دي.
د روغتیا نړېوال سازمان مشر په جینوا کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د کرونا وبا تېره میاشت نږدې لس زره کسان مړه کړي او د نړۍ په ۵۰ هېوادونو کې د همدې ویروس له امله په روغتونو کې د خلکو بسترېدنه ۴۲ سلنه ډېره شوې وه.
قبریسوس ویلي چې دا پېښې ډېری د اروپا او امریکا په لویو وچو کې ثبت شوې دي.
هغه زیاته کړې: «سره له دې چې په یوه میاشت کې د لس زرو کسانو مړینه هغومره لوړه نه ده لکه څومره چې د دې وبا په اوج کې وه خو په دې کچه د خلکو مړینه چې مخه یې نیول کېدی شوی، نه منل کېدونکې ده.»
د دغه سازمان مشر ویلي چې د کرونا پېښې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ډېرې شوې چې تر دې دمه یې دوی ته راپور نه دی ورکړل شوی.
نوموړي له حکومتونو وغوښتل، نظارت دې ترسره کوي، واکسین او درملنې ته دې د خلکو د لاسرسي ډاډ ورکړي.
هغه وویل چې د JN.1 په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه په نړۍ کې تر ټولو «څرګنده» بڼه ده او دغهراز زیاته یې کړه چې دا د اومیکرون نوې بڼه ده او اوسني واکسینونه یې د مخنیوي لپاره کار ورکولای شي.
دغهراز، د روغتیا نړۍوال سازمان سپارښتنه کړې، که امکان لري خلک دې واکسین وکړي، ماسکونه دې واچوي او په کور دننه دې د هوا بدلون امکانات برابر کړي.
د یادونې ده، د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه په ۱۳۹۹ کال د چین په وهان ښار کې ثبت شوه چې له دې وروسته دغه ویروس نږدې په ټوله نړۍ کې خپور شو چې سلګونو میلیونه کسان پرې اخته او څه باندې څلور میلیونه کسان یې له امله مړه شول.
Views: 9