د کاناډا د چاپېریال اداره وایي، د لوګیو له امله به د پنجشنبې پر ورځ هم هوا ککړه او د روغتیا لپاره خطرناکه وي؛ په وېټبي او اېجکس کې د چهارشنبې ورځې ځینې دباندې پروګرامونه لغوه شوي وو او سیمهییز چارواکي زیانمنونکو خلکو ته مرستې پراخوي.
د اونټاریو د شمال لوېدیځو سیمو د ځنګلي اورونو لوګیو د چهارشنبې په ورځ په درهم کې د هوا کیفیت ډېر خراب کړی و او تمه کېږي چې دغه وضعیت د پنجشنبې، د جولای پر ۱۶مه، هم دوام وکړي.
د کاناډا د چاپېریال او اقلیمي بدلون ادارې په خپل تازه خبرداري کې ویلي چې د ځنګلي اورونو لوګي د هوا کیفیت ډېر خراب کړی او په ځینو سیمو کې یې لید کم کړی دی. د ادارې په وینا، ښایي وضعیت د جمعې تر سهاره ورو ورو ښه شي؛ خو د درنو لوګیو پر مهال حتی روغ کسان هم له روغتیايي خطر سره مخ کېدای شي.
د کاناډا د چاپېریال او اقلیمي بدلون ادارې هواپوه برایان پراکټر د چهارشنبې په ماسپښین وصال ټلوېزیون ته وویل چې د درهم ټوله سیمه د هوا د کیفیت تر خبرداري لاندې وه.
هغه وویل، د اونټاریو په شمال لوېدیځو او شمالي سیمو کې څو ځنګلي اورونه فعال دي، چې د ټیمینز ښار سوېلي سیمې او ساو سېنټ ماري او سډبري ته نږدې سیمې هم په کې شاملې دي.
د هغه په وینا، درهم ته د رارسېدونکو لوګیو ډېره برخه د نیپیګون جهیل لوېدیځ او شمال ته له لګېدلو ځنګلي اورونو څخه راځي.
پراکټر د چهارشنبې په ماسپښین وصال ټلوېزیون ته وویل: «په عمومي توګه، تمه وکړئ چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د درهم سیمې د هوا کیفیت نور هم خراب شي.»
هغه وویل، د پنجشنبې له شپې څخه تر جمعې پورې ښایي وضعیت یو څه ښه شي، ځکه اټکل کېږي چې لوګي ورو ورو سوېل لوېدیځ لوري ته وخوځېږي؛ خو درهم به د پنجشنبې د ورځې په ډېره برخه کې د لوګیو د اصلي ورېځې لاندې پاتې وي.
د کاناډا د چاپېریال ادارې د هوا د کیفیت خبرداری هم خلکو ته سپارښتنه کوي چې دباندې وخت محدود، سخت بدني فعالیتونه وځنډوي او دباندې ورزشي او تفریحي پروګرامونه لغوه یا بل وخت ته انتقال کړي.
احمد ترین، چې د درهم د افغان ټولنې په یوه واټساپ ګروپ کې یې د هوا د وضعیت په اړه معلومات شریک کړي وو، وصال ټلوېزیون ته وویل چې یو عکس یې د چهارشنبې په ورځ شاوخوا د غرمې په یوه بجه د مسیساګا هوايي ډګر ته نږدې اخیستی دی.
په عکس کې اسمان د لوګیو له امله ژېړ او خړ ښکاري او لمر د یوې تتې نارنجي دایرې په څېر لیدل کېږي.

ترین هم له خلکو غوښتي چې تر ممکنه حده په کورونو کې پاتې شي، کړکۍ او دروازې بندې وساتي او د کور اېرکنډېشن یا د هوا د دوران مناسب سیستم وکاروي.
د وېټبي او اېجکس ښاروالیو ځینې دباندې پروګرامونه لغوه کړل
د وېټبي ښاروالۍ د چهارشنبې ورځې د ماشومانو د لوبو سهارنۍ او ماسپښیننۍ برنامې او د ماښام لپاره د اوبو غاړې ته پلان شوی «کلچر پاپاپ» فرهنګي پروګرام لغوه کړ.
د وېټبي ښاروالۍ یوه ویاند په لیکلي ځواب کې وصال ټلوېزیون ته ویلي، د سوړوالي مرکزونه او د اوبو د لوبو ځایونه لا هم وړیا دي او خلک له مخکې نوملیکنې پرته ترې استفاده کولای شي.
ویاند ویلي، دباندې کارکوونکو ته اضافي اوبه، د بدن د مالګو د جبران څښاک، اضافي دمې او سوړ ځایونه برابر شوي دي. غیرضروري کارونه ځنډول کېږي، تړلو ځایونو ته انتقالېږي یا د ورځې په نسبتاً سوړو ساعتونو کې ترسره کېږي.
په اېجکس کې د چهارشنبې په ورځ د ماشومانو د لوبو ټول پروګرامونه تړل شوي وو او د ښاروالۍ کمپونه تړلو ځایونو ته انتقال شوي وو. ښاروالۍ د ماښام د ځوانانو د کرکټ پروګرام هم لغوه او د اېجکس دباندې «میموریل پول» لامبو حوض یې تړلی و.

د اېجکس ښاروالۍ په خپله خبرتیا کې ویلي، اوسېدونکي کولای شي د ښاروالۍ د تاسیساتو د عادي کاري ساعتونو پر مهال هوا سړوونکو ځایونو، د څښاک اوبو او تشنابونو ته لاسرسی ولري.
د ښاروالۍ دباندې کارکوونکي غیرضروري او سخت فعالیتونه محدودوي او هغه دباندې کارونه چې بیړني نه دي، بل وخت ته ځنډوي.
تر هغه وخته چې دا راپور خپرېدو ته چمتو کېده، وېټبي او اېجکس هغه ښاروالۍ وې چې وصال ټلوېزیون ته یې د خپلو پروګرامونو، تړل کېدو او خوندیتوب تدابیرو په اړه تفصیلي معلومات ورکړي وو.
درهم له ۵۰۰ ډېرو ټولنیزو شریکانو سره خبرداري شریک کړي
د درهم سیمهییزې ادارې ویلي، د روغتیا څانګې یې د چهارشنبې په ورځ د سختې ګرمۍ او خرابې هوا خبرداري له ۵۰۰ ډېرو ټولنیزو شریکانو سره شریک کړي وو.
په دغو شریکانو کې ټولنیز سازمانونه، ښوونیز او د ماشومانو د پاملرنې مرکزونه، د مشرانو خدمتونه، لومړني غبرګون کوونکي، ښاروالۍ او کارورکوونکي شامل دي. موخه دا ده چې اړوندې ادارې خپل غبرګون پلانونه فعال او زیانمن خلک خوندي کړي.
د درهم روغتیا څانګه چاپېریالي شرایط، د هوا کیفیت او د سختې ګرمۍ اغېزې څاري. دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د ځنګلي اورونو لوګي او ډېر خراب هوايي کیفیت هر څوک، حتی روغ کسان هم، اغېزمنولای شي.
دغې ادارې د درهم اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې تر ممکنه حده دباندې تېرېدونکی وخت محدود او له سختو دباندې فعالیتونو څخه ډډه وکړي.
مشران، ماشومان، امیندواره مېرمنې، دباندې کارکوونکي او د مزمنو ناروغیو لرونکي کسان باید اضافي احتیاطي تدابیر ونیسي.
د سترګو، پوزې او ستوني خارښت، سر درد او سپک ټوخی د لوګیو عامې نښې دي. د ساه لنډۍ، د سینې درد، سخت ټوخي یا د پخوانۍ ناروغۍ د خرابېدو په صورت کې باید له روغتیايي خدمتونو سره اړیکه ونیول شي، او په بیړني حالت کې سمدستي طبي مرسته وغوښتل شي.
پراکټر وویل، خلکو ته د لوګیو پر مهال د کړکیو او دروازو د تړلو سپارښتنه کېږي؛ خو په هغو کورونو کې چې مناسب اېرکنډېشن نه لري، دا کار د ګرمۍ خطر زیاتولای شي. هغه وویل، هغه کسان چې کورونه یې په خوندي ډول نه شي سړولای، باید سوړوالي مرکزونو یا نورو هوا سړوونکو عامه ودانیو ته ولاړ شي.
د درهم سیمهییز حکومت وایي، په ټوله سیمه کې کتابتونونه، ټولنیز مرکزونه او نورې عامه ودانۍ د خلکو لپاره د سوړوالي د ځایونو په توګه شته. د سیمې د سختې ګرمۍ پاڼه هم د ګرمۍ د ناروغیو، د کور د سوړ ساتلو او عامه سوړوالي ځایونو په اړه لارښوونې وړاندې کوي.
وصال ټلوېزیون له سیمهییزې ادارې څخه وپوښتل چې ایا په درهم کې د پیاوړي هوايي فلټر لرونکي ځانګړي «پاکې هوا مرکزونه» ټاکل شوي که نه. سیمهییز حکومت خلک د ښاروالیو سوړوالي ځایونو ته راجع کړل، خو د داسې ځانګړو مرکزونو جلا نوملړ یې وړاندې نه کړ.
د درهم سیمهییزې ادارې ویلي، د سالنډۍ، د زړه او سږو ناروغیو او نورو مزمنو روغتیايي ستونزو لرونکي کسان ښایي د ځنګلي اورونو د لوګیو له امله ډېر اغېزمن شي. دوی باید دباندې وخت محدود او د نښو د خرابېدو په صورت کې له روغتیايي خدمتونو سره اړیکه ونیسي.
هغه کسان چې دباندې پاتې کېدو ته اړ وي، په سمه توګه برابر شوی N95 یا ورته ماسک کارولای شي؛ خو دغه ماسک د ټولو زیانرسوونکو ګازونو مخه نه نیسي.
سیمهییزې ادارې ویلي، کارورکوونکي مسوول دي چې د ګرمۍ او خرابې هوا خطرونه وارزوي او لازم محافظتي تدابیر ونیسي؛ کارکوونکي هم باید هر ډول روغتیايي نښې خپل څارونکي ته راپور کړي.
د کاناډا د چاپېریال اداره هم د خرابې هوا پر مهال د سختو دباندې فعالیتونو د کمولو یا بیا تنظیمولو سپارښتنه کوي.
مرستندویه ډلې له بېکورۍ سره د مخ کسانو د خوندیتوب کتنې کوي
د درهم د بېکورۍ د ملاتړ مدیرې سحر فروتني وویل چې ګرځنده ډلې او همکارې ادارې له بېکورۍ سره د مخ کسانو د هوساینې او خوندیتوب کتنې کوي، اوبه وېشي او سوړ او خوندي ځایونو ته په رسېدو کې مرسته ورسره کوي.
د درهم بېړني سرپناهځایونه د سختو هوايي شرایطو پر مهال فعال پاتې کېږي. هغه سرپناهځایونه چې سیمهییز مالي ملاتړ ترلاسه کوي، د سختې ګرمۍ د خبرداري پر مهال باید ۲۴ ساعته پرانیستي وي؛ د ظرفیت د ډکېدو په صورت کې چارواکي اضافي یا بدیل استوګنځایونه برابروي.
د عامې روغتیا لارښوونې
د عامې روغتیا اونټاریو د ۲۰۲۴ کال بیاکتنه خلکو ته سپارښتنه کوي چې کورونو ته د لوګیو د ننوتلو مخه ونیسي، د کور دننه د ککړتیا سرچینې کمې کړي او دباندې وخت محدود کړي.
اوسېدونکي باید تازه هوايي خبرداري او د ښاروالیو معلومات وڅاري، ځکه د لوګیو غلظت په چټکۍ بدلېدلای شي.
Views: 17





