د راپورونو له مخې، د امریکا د تګزاس ایالت په یوه هوټل کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي او امریکايي چارواکو وايي، یاده پېښه ښايي د ګاز چاودنې له امله شوې وي.
سياېناېن راپور ورکړی چې یاده پېښه تېره ورځ (دوشنبه) د تګزاس ایالت په فورت ورث سیمه کې د (Sandman Signature Fort Worth Downtown) په نوم یوه تاریخي هوټل کې شوې ده.
د فورت ورث د اوروژنې سازمان ویاند کریک تروجاچک ویلي، هغوی په دې باور دي چې یاده پېښه د ګاز چاودنې له امله وه خو هڅې روانې دي چې د پېښې لامل کره کړي.
نوموړي څرګنده کړه، اوروژونکو هغه کسان چې تر خاورو لاندې شوي وو، ژغورلي دي.
د پېښې یوه عیني شاهد چیلا سانچز ویلي: «موږ غږ واورېد خو دقیق پوه نه شوو چې څه شوي دي.»
نوموړي وویل چې د چاودنې دغه غږ یې د مازدیګر شاوخوا درې بجې اورېدلی دی.
ورته مهال، یاد هوټل هم په یوه بیانیه کې ویلي چې د ژغورنې له ډلې سره په ګډه کار کوي، هیله لري له ټپیانو سره مرسته وکړي.
په یاده بیانیه کې راغلي، د ژغورنې ډله په سیمه ده، هغه هم د پېښې د لامل او اوښتي زیان په اړه چارواکو ته د معلوماتو ورکولو برخه کې همکاري کوي.
Views: 10