په کاناډا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او یو شمېر ټورنټو مېشتو افغانانو د ګیلهمن وزیر او مولانا خانزیب د تلین په مناسبت جوړه شوې یادغونډه کې ګډون وکړ.
ګډونوالو د دواړو مبارزینو یاد او قربانۍ وستایلې او ویې ویل، هغوی د خپل وطن د ازادۍ، د لر او بر د یووالي، عدالت، سولې او انساني کرامت لپاره مبارزه وکړه او په همدې لار کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په دې یادغونډه کې د ګیلهمن وزیر او مولانا خانزیب پر مبارزې، افکارو او فعالیتونو خبرې وشوې او ګډونوالو د هغوی روحونو ته دعا وکړه. هغوی ټینګار وکړ چې د دواړو مبارزینو د عدالت، یووالي او حق غوښتنې پیغام به ژوندی وساتي.
Views: 8