د راپورونو له مخې، د ویټنام په سوېل کې د «فو کوک» ټاپو ته څېرمه د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ هندي سیلانیان مړه او ۲۱ نور ژغورل شوي دي. دغه پېښه پرون (شنبه) رامنځته شوې ده.
په راپور کې د سیمهییزو چارواکو له قوله راغلي چې په دې کښتۍ کې ۳۲ هندي سیلانیان او څلور د عملې غړي سپاره وو چې د «فو کوک» ټاپو ته څېرمه چپه شوې ده.
چارواکو ویلي چې ټول ټپیان له ژغورنې وروسته روغتون ته لېږدول شوي، خو د پېښې کره لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.
ځايي رسنیو راپور ورکړی چې دغه کښتۍ د شنبې ورځې له غرمې وروسته د «هون مای روت نګوای» له سیلانیز ټاپو خوځېدلې وه او د «ان توی» نړۍوال بندر پر لور د بېرته ستنېدو پر مهال له ساحل څخه شاوخوا ۴۰۰ متره لرې له پېښې سره مخ شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ هندي سیلانیان مړه او ۲۱ نور ژغورل شوي دي.
په هانوی کې د هند سفارت په یوه اعلامیې کې ویلي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د قربانیانو له کورنیو سره د همغږۍ لپاره په هانوی او هوشيمین ښار کې ځانګړې د رسېدنې خونې جوړې شوې دي.
«فو کوک» چې د تایلنډ په خلیج کې موقعیت لري، د ویټنام له مشهورو ساحلي سیاحتي سیمو ګڼل کېږي.
تېر کال هم د «ها لونګ» په خلیج کې د توپان له امله د یوې سیلانیزې کښتۍ چپه کېدو پېښه کې ۳۹ کسان مړه شوي وو.
Views: 13