د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره پر ایران بریدونه کړي او ایران هم په غبرګون کې په کوېټ او بحرین کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
رویټرز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوله راپور ورکړی چې دغه بریدونه د هرمز تنګي د پرانیستي پاتې کېدو او پر دې ستراتیژیکه سمندري لاره د بېړیو د تګراتګ پر وړاندې د ګواښ رامنځته کولو لپاره د ایران د وړتیا کمولو په موخه ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، ایران د امریکا د بریدونو په ځواب کې د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره پر کوېټ او بحرین بریدونه کړي دي. د کوېټ دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو توغندي او بېپیلوټه الوتکې تعقیب کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دغه بریدونه د سه شنبې ورځ هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو د برید غبرګون کې ترسره شوي او خبرداری یې ورکړی چې که دغه ډول بریدونه تکرار شي، د امریکا غبرګون به لا سخت وي.
ورته مهال، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا بریدونو کې د بندرعباس، چابهار او کنارک په ګډون د ایران د سوېلي سواحلو ځینې سیمې په نښه شوې او ځینو سیمو کې برېښنا هم پرې شوې ده.
دغو تازه بدلونونو د جګړې د پراخېدو او د هرمز تنګي د امنیت په اړه چې د نړۍ د نفتو د لېږد یوه له مهمو لارو ده، اندېښنې زیاتې کړې دي. د دغو بریدونو له امله د نفتو بیې هم شاوخوا یو سلنه لوړې شوې دي.
Views: 1