د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې په ایران کې یې پر ګڼو هدفونو تازه بریدونه کړي او د ایران سپاه پاسداران هم اعلان کړی چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

د راپورونو له مخې، یوه جګپوړي امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی، رسنیو ته ویلي چې د ایران سپاه پاسداران پرون سهار (سې‌شنبې) هرمز تنګي ته نږدې پر دوو سوداګریزو بېړیو توغندیز بریدونه کړي دي.

ایران په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او د دغو بریدونو مسوولیت یې هم نه دی منلی.

ورته مهال، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې ځواکونو یې نن (چهارشنبه) د ایران پر وخت سهار پر دغه هېواد د بریدونو نوی پړاو پای ته رسولی او د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو غبرګون کې یې له ۸۰ ډېر هدفونه د دقیقو هدایت‌شوو مهماتو په وسیله په نښه کړي دي.

سنټکام ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د ایران د هوايي دفاع سیسټمونه، د قوماندې او کنټرول شبکې، ساحلي رادارونه، د بېړیو ضد توغندیو وړتیاوې او د سپاه پاسداران له ۶۰ زیاتې وړې بېړۍ په هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې په نښه شوي دي.

د سنټکام په وینا، د دغو بریدونو موخه دا وه چې د نړۍوالې سمندري سوداګرۍ پر لاره د ایران د بریدونو وړتیا کمه کړي.

سنټکام دغه‌راز ادعا کړې چې ایران په دې وروستیو کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو، د مارشال ټاپوګانو په بیرغ‌لرونکې د «الرقیات» نفت‌لېږدوونکې بېړۍ، د سعودي عربستان په بیرغ‌لرونکې د «ودیان» نفت‌لېږدوونکې بېړۍ او د لایبریا په بیرغ‌لرونکې د «سایپرس پراسپریتي» نفت‌لېږدوونکې بېړۍ بریدونه کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «د ایراني ځواکونو دغه ناحقه اقدام د اوربند ښکاره او خطرناک نقض دی او د سمندري تګ‌راتګ ازادي زیانمنوي.»

سنټکام ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه لا هم په سیمه کې بشپړ چمتووالی لري او که هوکړه رعایت نه شي یا نقض شي، ایران به مسوول وبولي.

بل‌خوا، د ایران سپاه پاسداران هم په یوه اعلامیې کې ویلي چې د سنټکام له ‌خوا نن سهار د ایران په سوېل کې پر ۸۰ هدفونو د شوو بریدونو په ځواب کې یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

سپاه پاسداران ویلي چې په خپل «لومړني ځواب» کې یې د امریکا د پوځي تاسیساتو ۸۵ هدفونه په نښه کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکا یو ځل بیا اوربند مات کړی او د اسلام‌اباد تفاهم یې تر پښو لاندې کړی دی.

د اعلامیې له مخې، د سپاه پاسداران سمندري او هوايي ـ فضايي ځواکونو په ګډو توغندیزو او بې‌پیلوټه عملیاتو کې د بندر سلمان، د بحرین د پنځمې سمندري سیمې او د کویټ د علي السالم هوايي اډې په ګډون د امریکا ۸۵ مهم پوځي هدفونه په نښه کړي او یوه امریکایي MQ-9  بې‌پیلوټه الوتکه یې هم نسکوره کړې ده.

د خاتم‌الانبیا قرارګاه هم د امریکا د نوو بریدونو په غبرګون کې ویلي: «د ایران د اسلامي جمهوریت وسله‌وال ځواکونه به د امریکا یرغل او ترهګریز اقدام ته قاطع ځواب ورکړي او په هيڅ ډول شرایطو کې به د هرمز تنګي په چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.»

Views: 1