رسنیو راپور ورکړی چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دوو چاودنو له امله د څلورو پولیسو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شوي دي؛ دغه پېښه داسې مهال شوې چې د فرانسې ولسمشر د سوریې په سفر بوخت دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې نن (سهشنبه) د سوریې په پلازمېنه دمشق کې لږ تر لږه دوه چاودنې شوې دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د راپور له مخې، د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان چې څلور پولیس هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي الجزیرې ته ویلي، چاودنې په یوه ګڼمېشته او له ملکي وګړو ډکه سیمه کې شوې او دا یې «یو جنایتکارانه عمل» بللی دی.
د الجزیرې خبریال ویلي، چاودنې د سوریې د ګرځندوی وزارت او هغه هوټل ته نږدې شوې چې ټاکل شوې وه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دمشق ته د خپل سفر پر مهال پکې واوسي.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، مکرون د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې پر لور د تګ پر مهال د چاودنو غږ نه دی اورېدلی او د هغه د سفر پروګرام له کوم بدلون پرته دوام موندلی دی.
سوریایي چارواکو د پېښې ځای ته غځېدلې لارې تړلې او د چاودنو د لامل او عاملانو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
په دمشق کې مېشت امنیتي شنونکي عصمت العبسي الجزیرې ته ویلي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د دغو چاودنو اصلي هدف څه و، خو د فرانسې د ولسمشر د کاروان د په نښه کېدو احتمال هم تر څېړنې لاندې دی.
دغه چاودنې یوه اونۍ وروسته له هغه شوې چې د دمشق ښار په مرکز کې په یوه کافه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي وو.
Views: 1