د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ګانسو ولایت کې د ځمکښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان تر خاورو لاندې شوي؛ هممهاله، په هوبې ولایت کې سختو توپانونو اته کسان مړه او ۲۷۵ نور ټپیان کړي دي.
د چین دولتي ټلوېزیون (CCTV) راپور ورکړی چې په ګانسو ولایت کې د ځمکښویېدنې پر مهال ټول ۳۳ کسان تر خاورو لاندې بند پاتې وو، چې تر اوسه ۱۷ کسان ژغورل شوي او د پاتې ۱۶ کسانو د د ژغورنې عملیات روان دي.
د راپور له مخې، د چین ولسمشر شي جینپینګ اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښې د زیانمنو د ژغورنې لپاره ټول امکانات وکاروي.
د ځمکښویېدنې اصلي لامل لا نه دی څرګند شوی، خو دا پېښه داسې مهال شوې چې د چین بېلابېلې سیمې په وروستیو ورځو کې له سختو بارانونو او توپانونو سره مخ دي.
د شینهوا خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د دوشنبې ماښام په هوبې ولایت کې سختو توپانونو اته کسان مړه کړي، یو کس ورک دی او لږ تر لږه ۲۷۵ نور یې ټپیان کړي دي. د هواپېژندنې د چارواکو په وینا، په ځینو سیمو کې د باد چټکتیا په ساعت کې ۱۴۹ کیلومترو ته رسېدلې ده.
د چین د هواپېژندنې ملي مرکز خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به هم سخت بارانونه دوام وکړي او د هېواد په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو، د ځمکښویېدنې او ګردبادونو رامنځته کېدو خطر شته.
همدارنګه، چین د «باوي» په نوم د یوه ځواکمن سوپریا توپان د نږدې کېدو لپاره هم چمتووالی نیسي؛ دغه توپان چې د باد چټکتیا یې په ساعت کې ۲۹۰ کیلومترو ته رسېږي، د ټایوان پر لور روان دی.
Views: 1