د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، په منځني ختیځ کې پایداره سوله د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته ناشونې ده او باید اسرائیلو ته اجازه ورنه کړل شي چې د امریکا او ایران ترمنځ شوې هوکړه ګډوډه کړي.
د الجزیرې د راپور له مخې، اردوغان دغه څرګندونې نن (شنبه) په استانبول کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ګډه غونډه کې کړې دي.
هغه وویل: «هر هغه حللار چې د سیمې د هېوادونو پر ارادې او ګډون ولاړه نه وي، تلپاتې کېدای نه شي.»
اردوغان زیاته کړه: «موږ د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې ګډوډولو لپاره د اسرائیلو د حکومت هڅې له نږدې څارو. باید د اسرائیلو اوسني حکومت ته چې جګړهغوښتونکی چلند لري، اجازه ورنه کړل شي چې یو ځل بیا زموږ سیمه په جګړه او وینو کې ډوبه کړي.»
د ترکیې ولسمشر یو ځل بیا اسرائیل د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې د کمزوري کولو پر هڅه تورن کړ او پر غزې، لبنان او سوریې یې د دغه هېواد بریدونه هم وغندل.
د راپور له مخې، د امریکا او ایران پلاوو تېره اونۍ په قطر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته د خبرو د پرمخ وړلو په موخه غیرمستقیمې خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي هم ویلي، تهران به له واشنګټن سره یو «اړیکنی کانال» جوړ کړي، څو د دې هوکړې د نقض موارد راپور کړي.
دغه هوکړه چې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب شوې، ۶۰ ورځنی اوربند، د هرمز تنګي بېرته پرانیستل، د ایران د اټومي پروګرام په اړه هوکړه او د جګړې د تلپاتې پای ته رسولو په موخه وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د مهالوېش ټاکل پکې شامل دي.
خو راپور زیاتوي چې امریکا او ایران تېره اونۍ پر یو بل متقابل بریدونه هم کړي او په عین حال کې یې د دې هوکړې د مفادونو د تفسیر په اړه اختلافات هم لرل.
Views: 12