د یارمحمد نعیمي لپاره د وېټبي شورا ته نوماند کېدل یوازې د یوې څوکۍ ګټلو خبره نه ده، بلکې دا هم ښيي چې کډوال کولای شي او باید په محلي ډیموکراسۍ کې برخه واخلي او د هغو ټولنو په جوړولو کې ونډه ولري چې اوس یې خپل کور بولي.
نعیمي، چې افغانالاصله کاناډایی دی، وايي: «زه یوازې د افغانانو لپاره نه یم نوماند شوی؛ زه د هر هغه چا لپاره نوماند یم چې دلته ژوند کوي.»
نعیمي شاوخوا ۱۲ کاله مخکې وېټبي ته کډه شوی. هغه د کورونو او ځمکو مشاور دی او له افغان ټولنې سره یې د ډېرو کلونو راهیسې کار کړی دی. نوموړی اوس د وېټبي ښار د دویم لوېدیځ وارډ د ښاروالۍ شورا څوکۍ ته نوماند دی.

نعیمي وصال ټلوېزیون ته وویل چې ښاروالي د حکومت د نورو ادارړ په پرتله د خلکو پر ورځني ژوند ډېر اغېز لري.
د هغه لومړیتوبونه د ملکیت مالیه، کورونه، بېکوري، د سړکونو جوړول، ټرافیک او ټولنیزو خدمتونو ته د خلکو ښه لاسرسی دي.
نوموړي وویل: «کال په کال زموږ کورونو او ملکیت مالیه لوړېږي، خو په خدمتونو کې مو ډېر ښهوالی نه دی لیدلی.»
په اونټاریو کې ښاروالۍ ګانې د محلي خدمتونو مسوولیت لري؛ لکه سړکونه، پارکونه، تفریحي مرکزونه، کتابتونونه، د کثافاتو ټولول او د ملکیت د محلي مالیې د کچې ټاکل.
د وېټبي شورا د ۲۰۲۶ کال د ښار بودجې لپاره ۳.۴۴ سلنه زیاتوالی تصویب کړی چې دا د ښار د خدمتونو لپاره د کورونو د ملکیت پر ټولې مالیې شاوخوا ۱.۲ سلنه زیاتوالی رامنځته کوي.
ښاروالۍ وايي، دغه پیسې به د سړکونو د ساتنې، د واورو پاکولو، پارکونو، د کثافاتو د ټولولو، د اوروژنې خدمتونو او نویو ټولنیزو پروژو په تمویل کې مرسته وکړي.
خو د کورونو د بیو د مناسبوالي مسوولیت د ښاروالیو، ولایتونو او فدرالي حکومت ترمنځ ګډ دی او ښارونه د کورونو د برابرولو او پلان جوړونې په برخه کې محدود واکونه لري.
نعیمي دا هم وویل چې د سړکونو جوړولو کارونه ډېر وخت اوږدېږي او وړاندیز یې وکړ چې قراردادیان دې اوږده ساعتونه کار وکړي، څو پروژې ژر بشپړې شي.
نعیمي وویل، که بریالی هم نه شي، هیله لري چې کمپاین یې نور کډوال وهڅوي څو په محلي سیاست کې برخه واخلي.
هغه وویل: «دا اړینه نه ده چې موږ یې حتما وګټو؛ خو دا زموږ ځوانانو ته، زموږ تکړه نجونو ته چې لوستې دي او د دې هېواد تابعیت لري، یو ډېر پیاوړی پیغام دی. موږ د څه انتظار کوو؟ دا چې څوک زموږ دروازه وټکوي، لاس مو ونیسي او پارلمان ته مو بوځي؟ دا هېڅکله نه کېږي.»
له وېټبي څخه شاوخوا دوه ساعته لوېدیځ ته، یوه بله افغانالاصله نومانده، وژمه فروغ، د اونټاریو د کېچنر ښاروالۍ څوکۍ ته نومانده ده.
فروغ، چې د بشر حقونو د نړیوالو قوانینو په برخه کې حقوقپوهه ده او له ۲۰۱۸ کال راهیسې د کېچنر په سیمه کې ژوند کوي، په افغانستان، سوېلي اسیا، امریکا او کاناډا کې تر ۲۵ کلونو ډېره کاري تجربه لري. هغې په حکومتي برخو، نړیوالو پرمختیايي پروګرامونو او تمویلوونکو ادارو کې کار کړی؛ له هغې ډلې د امریکا بهرنیو چارو وزارت، د کاناډا د نړیوالې پرمختیا وزارت او یواېساېډ.

هغه وايي چې د خلکو لپاره د کورونو برابرول، د ژوند د لګښتونو مناسبوالی او د ښاروالۍ داسې اداره جوړول چې د اوسېدونکو لپاره لا پرانیستې او لاسرسيوړ وي، د هغې له لومړیتوبونو څخه دي.
افغانستان څو لسیزې جګړې تجربه کړې او د ډیموکراتیکو ښاروالۍ ټاکنو په برخه کې یې محدوده تجربه لرلې ده. له هغه وروسته چې د طالبانو رژیم په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېد، ټاکنې نه دي ترسره شوې.
د طالبانو رژیم پر ښځو پراخ محدودیتونه هم لګولي؛ په دې کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، په ډېرو سکتورونو کې د ښځو پر کار محدودیتونه او په عامه ځایونو کې له نارینه محرم سره د ډېرو ښځو د تګ شرط شامل دي.
اوس فروغ وايي، غواړي د هغې ټولنې په رهبرۍ کې مرسته وکړي چې خپل کور یې بولي.
فروغ وویل، په کاناډا کې د نوي ژوند د پیل له ستونزو سره سره غواړي هغه تصور وننګوي چې ګواکې کډوال یوازې مرستې ترلاسه کوي او ټولنې ته څه نه ورکوي.
هغې وویل: «ځینې خلک کډوال او پناهغوښتونکي د ټولنې پر سیستم بار ګڼي، خو زه غواړم وښيم چې هغوی هم د ټولنې فعال غړي کېدای شي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه اخیستلای شي.»
هغې دا هم وویل چې غواړي خلک د ښار د بودجې د لګښت په څرنګوالي کې ډېره ونډه ولري.
فروغ وصال ټلوېزیون ته وویل: «خلک باید پوه شي چې دا بودجه چېرې لګول کېږي. که زه بریالۍ شم، داسې بهیرونه به رامنځته کړم چې خلک په خپله مرسته وکړي او پرېکړه وکړي چې پیسې باید چېرې ولګول شي.»
هغې د اونټاریو د «پیاوړي ښاروال» واکونه هم نقد کړل او ویې ویل چې دا واکونه یوه کس ته ډېر صلاحیت ورکوي. کېچنر له هغو ښاروالیو څخه دی چې دغه واکونه په کې پلي کېږي.
اونټاریو په ۲۰۲۳ کال کې د «پیاوړي ښاروال» واکونه معرفي کړل چې موخه یې له ښاروالیو سره د کورونو او زیربنایي پروژو د چټکولو مرسته وه. د کېچنر ښاروال بېري وربانووېچ دا واکونه ۵۹ ځله کارولي، خو وايي ډېری یې اداري پرېکړې وې چې په کې یې تایید کړې وه چې د شورا پرېکړې به وېټو نه کړي.
فروغ وویل چې د خپل کمپاین پر مهال یې د بېلابېلو ټولنو له خلکو سره لیدلي دي. هغې زیاته کړه چې د کډوالې او ښځې په توګه یې له توکمپالو او جنسیتي څرګندونو سره هم مخ شوې ده.

هغې وویل: «که وټاکل شم، د ښار د ټولو خلکو استازیتوب به وکړم.»
د دې راپور لپاره د وصال ټلوېزیون له لوري له مرکه شوو رایهورکوونکو څخه ډېرو وویل چې د یوه نوماند شالید د هغه د کار د وړتیا په پرتله کم اهمیت لري.
د وېټبي ښار اوسېدونکی برېنن الدریج وویل، د ښاروالۍ ټاکنې مهمې دي؛ ځکه شوراګانې داسې پرېکړې کوي چې د خلکو پر ورځني ژوند اغېز لري، او رایهورکوونکي باید نوماندان د هغوی د سابقې او نظریاتو پر بنسټ وټاکي. الدریج وویل: «زه دا ګورم چې سم نوماندان څوک دي.»
د پیکرېنګ ښار اوسېدونکی امین قاضي وايي، نوي راغلي کسان د فدرالي او ولایتي ټاکنو سره بلد دي، خو د ښاروالۍ کمپاینونو ته لږ پام کوي.
قاضي وویل، هغه کډوال چې له هغو هېوادونو راغلي چې محلي ډیموکراسي په کې کمه وه یا هېڅ نه وه، باید د ښاروالۍ په ټاکنو کې برخه واخلي او نور نوي کاناډایان هم دې کار ته وهڅوي.

هغه وویل: «د هغو خلکو لپاره چې له داسې هېوادونو راغلي چې محلي ډیموکراسي په کې نه وه، په ټاکنو کې نوماند کېدل یا د ښاروالۍ په ټاکنو کې رایه ورکول یوازې سیاست نه دی؛ دا یو فرصت دی چې په داسې ډیموکراتیک سیستم کې برخه واخلي چې پخوا یې نه درلود، او نور هم دې کار ته وهڅوي.»
قاضي دا هم وویل چې باور لري نور کډوال باید د ښاروالۍ په ټاکنو کې رایه ورکړي.
د اونټاریو د ښاروالۍ ټاکنې به د روان کال د اکتوبر په ۲۶مه ترسره شي.
Views: 7