د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHRF) او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستاني پوځي رژیم له لوري تېره شپه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر سیمو ترسره شوي هوايي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دغه بریدونه یې غندلي دي.

پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه پر پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغو بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د بشري حقونو نړۍوال بنسټ نن دوشنبه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې دغو بریدونو ملکي خلکو ته درانه زیانونه اړولي، څو استوګنیز کورونه یې ویجاړ کړي او د پراخو انساني تلفاتو لامل شوي دي.

دغه بنسټ له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره او په شفاف ډول د دغو عملیاتو شرایط، قانوني بنسټونه او د هدف ټاکلو پروتوکولونه روښانه کړي.

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ له نړۍوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان او اړوندو بشري حقونو میکانیزمونو هم غوښتي چې دغه وروستي پرمختګونه په دقت وڅاري، ټولې پېښې مستندې کړي او د حقیقت موندونکو پلاوو ملاتړ وکړي.

په راپور کې راغلي: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د ملکي خلکو د ژوند ساتنه اختیاري موضوع نه ده؛ دا یو قانوني او اخلاقي الزامي مسوولیت دی. موږ چمتو یو چې د حقایقو د ثابتولو، د قربانیانو د حقونو د ساتنې او د ټولو زیانمنو کورنیو لپاره د عدالت د تامین په هره هڅه کې مرسته وکړو.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم، پر افغانستان د پاکستان تېره شپه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد، د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل لپاره د نړۍوالو او کورنیو غوښتنو سربېره، یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی او لسګونه ملکي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړي دي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه په خپاره کړي پیغام کې لیکلي: «پاکستان، له خپل ګاونډي سره د اختلافاتو د حل لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ او د ډېرو پاکستانیانو له لوري د خبرو اترو غوښتنو ته په نه پاملرنې، یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی او بیا یې ډېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي. ما تل د پاکستان له لوري د بې‌ګناه افغانانو وژنه غندلې ده، نن یې یو ځل بیا غندم.»

هغه زیاته کړې چې پاکستان تر اوسه هغو طرحو او وړاندیزونو ته رغنده ځواب نه دی ویلی چې اسلامي امارت ورسره موافقه کړې ده.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که د پاکستان موخه د افغانستان بې‌ثباته کول او د چین نفوذ زیاتول وي، دا سیاست به د امریکا له ګټو سره په ټکر کې وي او کولای شي په سیمه کې د «ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول داعش خراسان» د فعالیتونو د پراخېدو او د جیوپولیتیکي ننګونو د زیاتېدو لامل شي.

 

Views: 10