د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو په ایران کې ځینې موخې بمبار کړې او ایران هم په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو د په نښه کولو خبر ورکړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (جمعه) پر خپله تروت سوشل پاڼه لیکلي وو چې ایران لږ تر لږه څلور بریدګرې بېپیلوټه الوتکې د هغو بېړیو پر لور توغولې چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو په حال کې وې.
له هغه وروسته، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) نن (شنبه) سهار وخته یوه بجه او شپږ دقیقې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو په ایران کې ځیني هدفونه بمبار کړي دي.
سینټکام ویلي چې د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د ساتنې ځایونه او همدارنګه د دغه هېواد ساحلي راداري مرکزونه یې په نښه کړي دي.
یادې قوماندانۍ ویلي، دغه بریدونه یې د هرمز تنګي له لارې پر یوه سوداګریزه بېړۍ د ایران د پوځي اقدام په ځواب کې کړي دي.
بلخوا، ایرنا خبري اژانس د سپاه نیوز په حواله راپور ورکړی چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو سمندري ځواک د امریکا له هوايي برید وروسته په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا د هرمز تنګي له «غیرمجازې لارې» د یوې بېړۍ د تېرېدو په پلمه د ایران پر ساحلونو هوايي برید کړی دی.
سپاه پاسداران همدارنګه ویلي چې د «اسلاماباد د تفاهملیک» د پنځم بند له مخې، د هرمز تنګي د تګراتګ کنټرول د ایران پر غاړه دی.
دغه ځواک خبرداری ورکړی چې که دا ډول بریدونه تکرار شي، د ایران ځواب به پراخ وي.
Views: 1