د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور ښيي چې په نړۍ کې د نشهيي توکو کاروونکي ۳۳۱ میلیون تنو ته رسېدلي، مصنوعي نشهيي توکي مخ پر پراخېدو ګواښ دي او په میانمار کې د تریاکو تولید زیات شوی، خو په افغانستان کې د تریاکو او هیرویینو تولید د پام وړ کم شوی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) له نشهيي توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې (د جون ۲۶مې) په مناسبت، د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور خپور کړی دی.
سرچینې لیکلي چې په نړۍ کې د نشهيي توکو د کاروونکو شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی او په ۲۰۲۴ کال کې یې شمېر شاوخوا ۳۳۱ میلیون کسانو ته رسېدلی و.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د ۱۵ تر ۶۴ کلونو عمرلرونکو ۶،۲ سلنه وګړو نشهيي توکي کارولي، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۱۴ کال کې شاوخوا ۵،۲ سلنه وه. په راپور کې راغلي چې چرس لا هم په نړۍ کې تر ټولو ډېر کارېدونکي نشهيي توکي دي او تر هغه وروسته افیوني مواد، امفیټامین، کوکایین او اېکسټازي ډېر کاروونکي لري..
ملګرو ملتونو په دغه راپور کې خبرداری ورکړی چې قاچاقبران په زیاتېدونکي ډول د فنتانیل، نیتازینونو او اورفینونو په ګډون د مصنوعي افیوني موادو تولید او قاچاق ته مخه کوي؛ داسې بهیر چې کولای شي د افیوني موادو د نړیوال بازار جوړښت په بنسټیز ډول بدل کړي او د عامې روغتیا لپاره لا جدي ګواښونه رامنځته کړي.
په راپور کې دغه راز راغلي چې قاچاقي شبکو د نوې ټکنالوژۍ په کارولو، د لېږد د نویو لارو او د مصنوعي نشهيي توکو د تازه ډولونو د تولید له لارې، خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د کوکنارو د کښت بندیز د ناقانونه تریاکو او هیرویینو په تولید کې د پام وړ کموالي لامل شوی دی.
دغه دفتر زیاته کړې چې په میانمار کې د تریاکو د تولید له زیاتېدو سره سره، د افغانستان د تولید د شدید کمښت له امله، د تریاکو نړیوال تولید لا هم د پخوا په پرتله په ټیټه کچه پاتې دی.
ملګرو ملتونو په پای کې د نړیوالو همکاریو پر پراخېدو، د معلوماتو پر تبادلې، له سازمانیافته جرمونو سره پر مبارزې، د روږدوالي پر مخنیوي، د روږدو کسانو پر درملنې او زیانمنو ټولنو ته د دوامدارو معیشتي فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
Views: 8