د دوو استوایي توپانونو د نږدې کېدو له امله، جاپان د جمعې په ورځ د ترانسپورټ په شبکه کې له پراخو ګډوډیو سره مخ شو او چارواکو د ځمکې ښویېدنې او سېلابونو د خطر له امله شاوخوا یو میلیون کسانو ته د تخلیې امر وکړ.
رویټرز نن د جاپان د ځمکو، زیربناوو، ترانسپورټ او ګرځندوی وزارت د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې څه باندې ۲۰۰ الوتنې لغوه شوې، لسګونه رېل‌ګاډي درول شوي او یو شمېر لویې لارې تړل شوې دي.
راپور کې راغلي چې د ټویوټا موټر جوړونې شرکت هم د کیوشو په جنوبي ټاپو کې د خپلې یوې فابریکې فعالیت په موقت ډول درولی دی.
سرچینه زیاتوي چې د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، د موسمي ورښتونو جبهې، له ګرمو او لمدو هوايي جریانونو سره یوځای چې د «مک‌خالا» او «هیګوس» استوایي توپانونو له امله رامنځته شوي، د دغه هېواد په لوېدیځو پراخو سیمو کې سخت بارانونه رامنځته کړي او د ځمکې ښویېدنې، سېلابونو او د سیندونو د راوتلو خطر یې زیات کړی دی.
د رویټرز په راپور کې د جاپان د ناورینونو د مدیریت چارواکو له قوله راغلي، سره له دې چې په اوکیناوا او ځینو جنوبي سیمو کې د خبرداریو یوه برخه لغوه شوې، لا هم شاوخوا یو میلیون کسان د تخلیې د امر یا سپارښتنې تر پوښښ لاندې دي.
سرچینه زیاتوي، «مک‌خالا» توپان چې د توپان له کچې استوایي توپان ته راټیټ شوی، تایوان ته له نږدې تېرېدو وروسته، د جمعې په ورځ د جاپان د ریوکیو له جنوبي ټاپوګانو تېر شو. اټکل کېږي دغه توپان تر شنبې ورځې پورې په زیات سرعت د جاپان لوېدیځو او ختیځو برخو ته نږدې شي. په همدې حال کې، «هیګوس» استوایي توپان هم د دغه هېواد ختیځو ساحلونو ته نږدې کېږي او ښايي وچې ته ورسېږي.
رویټرز لیکلي، د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د دغو دوو توپانونو هم‌مهاله راتګ له موسمي ورښتونو سره، د هېواد په پراخو سیمو کې د باران کچه لوړه کولی شي.
سرچینه زیاتوي، سختو بارانونو په تایوان کې هم د کائوسیونګ، پینګ‌ټونګ او تاینان په درېیو جنوبي سیمو کې ادارې او ښوونځي تړلي دي. سېلابونو د دغه ټاپو د شمال ـ جنوب د اورګاډي د اصلي کرښې یوه برخه هم له فعالیت غورځولې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د هسینچو په ښار کې، چې د نیمه‌هادي توکو د تولیدوونکي شرکت «ټي‌اېس‌اېم‌سي» (TSMC) مرکز په کې دی، ادارې او ښوونځي د جمعې ورځې له غرمې وروسته تړل شوي دي. یاد شرکت ویلي چې فابریکې یې عادي فعالیت لري او د سختو بارانونو پر وړاندې یې لازم تدابیر نیولي دي.
راپور کې راغلي چې د تایوان په څلورو زیانمنو سیمو کې شاوخوا شپږ میلیون کسان ژوند کوي.
په راپور کې راغلي چې د سختو بارانونو سربېره، تر اوسه په تایوان کې د ځاني زیان راپور نه دی خپور شوی. خو د هوالیین ولسوالۍ چارواکو د دوو سیمو نږدې ۲۰۰ اوسېدونکي، چې د یوه طبیعي بندیز جهیل تر ښکته لوري مېشت وو، خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

Views: 8