د امریکا او ایران ترمنځ په سویس کې د خبرو لومړی پړاو پای ته رسېدلی، خو د دواړو لورو تخنیکي خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه دوام وکړي؛ هممهاله دواړه لوري په داسې حال کې پر ځینو مسایلو د هوکړې خبره کوي چې تهران او واشنګټن یو د بل پر ضد تازه ګواښونه هم کړي دي.
رویټرز د قطر او پاکستان د ګډې اعلامیې پر بنسټ ـ چې په دغو خبرو کې د منځګړیتوب رول لري ـ راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ په سویس کې د خبرو لومړی پړاو پای ته رسېدلی، خو تخنیکي خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه د «بورګناشتوک» په مېلمستون کې دوام وکړي.
سرچینه دغهراز زیاتوي چې دواړه لوري په راتلونکو ۶۰ ورځو کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د لارې پر یوې نقشې تفاهم ته رسېدلي دي.
په راپور کې راغلي چې دواړو هېوادونو دغهراز په لبنان کې د جګړو د پای ته رسولو لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو او د هرمز له تنګي د سوداګریزو بېړیو پر خوندي تګ راتګ هم هوکړه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې تهران د دغو خبرو په ترڅ کې د تېلو او پټروشیمي محصولاتو د صادراتو لپاره معافیتونو، د خپلو کنګل شوو شتمنیو د یوې برخې ازادېدو او د ایران لپاره د بیارغونې او پراختیا د یوه پروګرام پیل ته لاسرسی موندلی دی.
په سویس کې له یادو خبرو سره هممهاله، د امریکا او ایران چارواکو یو د بل پر ضد ګواښونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په «تروت سوشیل» کې لیکلي: «ایران باید ژر تر ژره په لبنان کې خپل نیابتي ځواکونه ـ چې ډېرې پیسې پرې لګول شوې دي ـ له ستونزو جوړولو راوګرځوي. که ایران دا کار ونه کړي، موږ به بیا پر هغوی سخت ګوزار وکړو، لکه تېره اوونۍ، خو دا ځل لا سخت.»
د ټرمپ تر دغو څرګندونو وروسته، د ایران د اسلامي شورا رییس او د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف هم پر اېکس لیکلي: «له ځان سره فکر نه کوي چې که د دوی ګواښونو نتیجه لرلای، ننني دې بنبست ته به نه رسېدل؟ موږ د امریکایانو ګواښونه هېڅ نه ګڼو. ښه ده چې خپلو څرګندونو ته پام وکړي؛ زموږ وسلهوال ځواکونه چمتو دي چې په بل ډول ځواب ورکړي. هغوی چې هر څه وایي، عمل کوونکي موږ یو.»
Views: 2