د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن رضا نقوي د ایران له لوړپوړو چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی. سید محسن رضا نقوي به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره وګوري او خبرې به ورسره وکړي.

د راپور له مخې، نقوي په تهران کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو بهیر څاري.

تر اوسه د دې سفر په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې، ایرنا خبري اژانس هم په یوه راپور کې لیکلي چې محسن نقوي د ایران او امریکا تر منځ د پاکستان د منځګړیتوب له پیل راهیسې څو ځلې تهران ته سفر کړی.

د راپور له مخې، هغه په خپل وروستي سفر کې، چې د روان کال د غبرګولي په ۱۷مه ترسره شوی و، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي او د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره لیدلي وو.

د یادونې ده چې دا سفر د اسلام‌اباد په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم‌لیک له لاسلیک دوه ورځې وروسته ترسره شوی دی.

Views: 2