د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د افغان – ترانس دهلېز پروژې په اړه د اوزبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له ملاتړ هرکلی کړی او دا طرحه یې د سیمې د نښلولو لپاره مهم ګام بللی دی.

خلیل‌زاد ویلي، د دې پروژې بریا کولی شي د افغانستان، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لا ډېر ثبات او سوکالۍ سره مرسته وکړي.

دا ستراتیژیکه رېل‌پټلۍ ۶۸۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان له خاورې تېرېږي؛ داسې پروژه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د پاکستان له لارې د ګوادر او کراچۍ بندرونو سره نښلوي.

د راپورونو له مخې، د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پنځم نړیوال فورم د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې هېواد یې جنوبي اوبو ته د لاسرسي لپاره پر افغان – ترانس دهلېز جدي کار کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دې پروژې بشپړېدل به د داسې ترانسپورتي شبکې سره د نښلېدو زمینه برابره کړي چې اسیا او اروپا له یو بل سره وصلوي.

خلیل‌زاد په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د افغان – ترانس دهلېز په اړه د شوکت میرضیایف له رهبرۍ او ملاتړ څخه هرکلی کوي.

هغه زیاته کړې: «دا دهلېز د منځنۍ اسیا او افغانستان د جنوبي اسیا، عرب سمندرګي، فارس خلیج او هند سمندرګي سره د نښلولو لپاره ډېر مهم ګام دی.»

د نوموړي په وینا، د دې پروژې بریا کولی شي د منځنۍ اسیا هېوادونو، افغانستان او پاکستان سره مرسته وکړي چې لا ډېرې سوکالۍ ته ورسېږي او له زیات ثبات څخه برخمن شي.

خلیل‌زاد د دې ستراتیژیکې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې یو له مهمو خنډونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو وضعیت بللی او ویلي یې دي: «د دې پروژې څرګندې او بالقوه ګټې باید دواړو هېوادونو ته لا ډېر انګېزه ورکړي، څو خپلې ستونزې د دیپلوماتیکو حل‌لارو او هوکړو له لارې حل کړي.»

هغه همدارنګه لیکلي چې طالبانو له دې پروژې سره خپله لېوالتیا څرګنده کړې او د پاکستان پوځي مشرتابه هم باید په مقابل کې مثبت ځواب ووايي.

خلیل‌زاد زیاته کړې چې دواړه لوري باید مثبت او هیله‌بښونکي راتلونکي ته فکر وکړي او د تېرو تېروتنو له تکرار څخه ډډه وکړي.

احمد صهیب حسرت

Views: 4