د امریکا په میسوري ایالت کې د چتر‌بازانو وړونکې یوې خصوصي الوتکې د لوېدو له امله ۱۲ کسان، د ۱۱ چتر‌بازانو او یوه پیلوټ په ګډون، وژل شوي دي.دا پېښه د یکشنبې په ورځ د «باتلر مموریال» هوايي ډګر ته نږدې، د باتلر ښار په سیمه کې، چې د کانزاس سیټي له ښار څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره جنوب ته پرته ده، رامنځته شوې ده.

د «سکای‌ډایو کانزاس سیټي» شرکت، چې د دې الوتنې مسوولیت یې درلود، ویلي چې د الوتکې ټول ۱۲ سپاره کسان په دې پېښه کې وژل شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دا یوه انجن‌لرونکې الوتکه چې Pacific Aerospace 750XL ډوله وه، د غرمې له ۱۱:۲۰ بجو مخکې له هوايي ډګر څخه پورته شوه؛ خو ونه توانېده اړین ارتفاع ترلاسه کړي او له یوې تندې چپې تاوېدنې وروسته د هوايي ډګر له رنوې څخه شاوخوا ۲۷۴ متره لرې ولوېده.

د بیتس ولسوالۍ شیرف، چاډ اندرسن، ویلي چې دا یوه سیمه‌ییزه الوتنه وه او لومړني شواهد ښيي چې پېښه د یوې تصادفي سانحې له امله رامنځته شوې ده.

چارواکو زیاته کړې چې د قربانیانو د کورنیو ځینو غړو د الوتکې د لوېدو صحنه په خپلو سترګو لیدلې ده. د قربانیانو هویت به تر هغه مهاله نه خپرېږي، څو د هغوی ټول خپلوان خبر کړل شي.

د امریکا د ټرانسپورټ د خوندیتوب ملي ادارې NTSB ویلي چې د دې ادارې څېړنیز ټیم به د دوشنبې په ورځ د پېښې ځای ته واستول شي. د یادې ادارې په وینا، د لوېدو د احتمالي علت په اړه وروستی راپور ښايي له ۱۲ تر ۲۴ میاشتو وخت ونیسي.

د میسوري والي، مایک کیهو، ویلي چې څو دولتي ادارې د دې پېښې د مدیریت او د قربانیانو له کورنیو سره د رواني ملاتړ لپاره بسیج شوې دي.

دا پېښه په امریکا کې په وروستیو کلونو کې د چتر‌بازۍ له الوتنو سره تړلې له تر ټولو مرګونو پېښو څخه ګڼل کېږي.

Views: 11