د هند د آسام ایالت د جورهاټ ښار په هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال د هند د هوايي ځواک د یوې ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله پنځه هندي پوځیان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

انډین اېکسپرېس راپور ورکړی چې دغه «انتونوف AN-32 » ډوله الوتکه نن سهار په یوه عادي الوتنه کې د جورهاټ له هوايي اډې څخه د چابوا پر لور روانه وه او ټاکل شوې وه د پراشوټي ځواکونو د ښکته کولو عملیات ترسره کړي.

په راپور کې راغلي چې الوتکې له پورته کېدو لږ وروسته د بېرته ناستې غوښتنه وکړه، خو د ناستې پر مهال له ځغاست‌لیکې ووته، د ټکسي‌وې له لارې تېره شوه او تر دوو ټوټو کېدو وروسته یې اور واخیست.

د هند هوايي ځواک په یوه خبرپاڼه کې د دې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې د دغه ځواک پنځه غړي، چې دوه افسران او درې نور پوځیان پکې شامل دي، په دې پېښه کې مړه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، یو بل کس ژغورل شوی، خو روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې د لامل په اړه لومړنۍ څېړنې پیل شوې او د الوتکې د لوېدو د ځای د مدیریت چارې لا هم روانې دي.

«انتونوف AN-32»  » ډوله الوتکې، چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د هند د هوايي ځواک په واک کې دي، د دغه هېواد له مهمو ترانسپورتي الوتکو څخه شمېرل کېږي. دا په تېره یوه لسیزه کې د دې ډول الوتکو درېیمه ستره پېښه بلل کېږي.

Views: 1