د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي او که د تفاهم‌لیک مواد عملي نه‌شي، د وروستۍ هوکړې لپاره به خبرې ونه‌شي؛ خو که دغه تفاهم‌لیک لاسلیک شي، د ایران کنګل شوې شتمنۍ به ازادې او د امریکا سمندري محاصره به پای ته ورسېږي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي ویلي چې که تفاهم‌لیک وروستی شي، په ډیجیټلي بڼه له لرې واټنه لاسلیک او وروسته به اعلان شي.

هغه زیاته کړې چې د تفاهم‌لیک متن تر اوسه څو ځله بدلون موندلی او په اوسنیو شرایطو کې یې جزییاتو ته ورتلل ښايي رسنیزه فضا ترینګلې کړي او د هوکړې لاسلیک له ستونزو سره مخ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اټومي موضوع وروستۍ هوکړې ته ځنډول شوې او په دې پړاو کې د امریکا اټومي غوښتنې ایران ته د منلو وړ نه وې.

عراقچي زیاته کړې چې د تفاهم‌لیک له مخې به د ایران کنګل شوې شتمنۍ، د هغه د لاسلیک کېدو په صورت کې، ازادې شي.

د ده په وینا، د امریکا سمندري محاصره لومړنۍ موضوع ده چې په دې هوکړه کې یې پر لرې کېدو ټینګار شوی دی.

هغه ویلي، د نړیوالو قوانینو له مخې د هرمز له تنګي څخه د محصول اخیستل ممکن نه دي، خو د خدمتونو فیس به اخیستل کېږي او دا موضوع به په خبرو اترو کې تثبیت شي.

عراقچي ویلي: «زموږ توره به تل د هرمز تنګي پر سر ځوړنده وي او هر وخت چې اړتیا وي، د ایران وسله‌وال ځواکونه به مداخله وکړي.»

هغه زیاته کړې چې د هرمز تنګي د خدمتونو فیس به اخیستل کېږي او دغه خدمتونه به نور وړیا نه وي. نوموړي همداراز ویلي چې د هرمز تنګي اداره به له جګړې مخکې وضعیت ته بېرته ونه ګرځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د جګړې لامل دا و چې ایران په خبرو کې له خپلو ملي ګټو تېر نه شو او مقاومت یې وکړ.

هغه زیاته کړې: «دښمن هغه څه چې په جګړه کې یې ترلاسه نه کړل، په خبرو کې به یې هم ترلاسه نه کړي.»

عراقچي همداراز ویلي چې ایران د ګواښونو پر وړاندې شاتګ نه دی کړی او مقابل لوري ته یې پیغام ورکړی چې ګواښونه برعکس اغېز لري او که هغوی جګړې ته مخه کړي، ایران ورته چمتو دی.

هغه زیاته کړې: «موږ په امریکا کې له داسې موجوداتو سره مخ یو چې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي؛ باید د هغوی د بدعهدۍ مخه ونیول شي.»

عراقچي ویلي چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د خبرو اترو پر بهیر څارنه کوي.

ده همداراز ویلي چې دا هوکړه «دښمنان» لري او په سر کې یې صهیونیستي رژیم قرار لري چې د هوکړې د ګډوډولو لپاره د پلمو په لټه کې دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په پای کې ویلي چې اسراییل باید له لبنان څخه ووځي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د روانې اوونۍ تر پایه به د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وروستۍ شي که نه، ویلي وو چې دغه هوکړه به «ډېر ژر» او ښايي د همدې اوونۍ تر پایه لاسلیک شي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران مشر به دا هوکړه تایید کړي، ویلي وو تر کومه ځایه چې هغه معلومات لري، ځواب مثبت دی.

Views: 1