په ایران کې د افغانستان سفارت ویلي چې د بندیانو د لېږد کمېټې د یوولسم پړاو په دویمه مرحله کې ۱۶۵ افغان بندیان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته له ایرانه افغانستان ته ولېږدول شول.

په ایران کې د افغانستان سفارت پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه بهیر په چوکاټ کې یوه ایرانۍ بندي ښځه هم له افغانستانه ایران ته ولېږدول شوه.

سرچینې زیاته کړې، د لېږدول شوو افغان بندیانو په منځ کې اته نارینه او یوه ښځه هم شامل دي چې مخکې د ایران محکمو د اعدام پر سزا محکوم کړي وو.

سرچینې لیکلي چې دغه کسان د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت او په تهران کې د افغانستان سفارت د هڅو په پایله کې د اعدام له سزا وبښل شول او پر اوږدمهاله بند محکوم شول.

د یادونې ده، دغه بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.

Views: 7