د شانګهای همکارۍ سازمان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي چې مسکو د افغانستان په اړه د دغه سازمان د تماس ډلې د فعالیت بېرته پیل اړین بولي او ټینګار یې کړی چې د سازمان ډېری غړي هېوادونه هم له دغه دریځه ملاتړ کوي.
د شانګهای همکارۍ سازمان یو سیمهییز سیاسي، اقتصادي او امنیتي بنسټ دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او اوزبېکستان په غړیتوب جوړ شو. دغه سازمان په وروستیو کلونو کې پراخ شو او هند، پاکستان، ایران او بلاروس هم د هغه بشپړ غړي شول. شانګهای سازمان د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا، له ترهګرۍ، افراطیت او بېلتونپالنې سره د مبارزې، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او سیمهییزو همکاریو پراختیا په موخه فعالیت کوي.
د یوې اذربایجاني رسنۍ د راپور له مخې، د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي بختیار حکیموف په یوه معلوماتي غونډه کې ویلي چې مسکو له کابل سره دوامداره اړیکې لري او د دغو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د هڅو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې ملاتړ کوي.
هغه څرګنده کړې: «موږ پر دې باور یو چې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان د تماس ډله چې په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوې، باید خپل فعالیت بېرته پیل کړي او دا لیدلوری په عمومي ډول د سازمان دننه هم حاکم دی.»
نوموړي زیاته کړې چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د تاجکستان په نوښت د افغانستان په اړه ځانګړې مشورتي غونډه په دوشنبې ښار کې جوړه شوه او د هغې له پایلو یوه دا وه چې د دې ډلې د فعالیت د بیا پیل امکان وڅېړل شي.
Views: 3