د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټېسټلوبه کې له هند څخه ماتې وخوړه. د افغانستان او هند ترمنځ د ټېسټ لوبه د جون په شپږمه پیل شوې وه.
د یادې لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغانستان پر وړاندې توپوهنه ترسره کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۵۶۴ منډې جوړې کړې.
افغان کرکټ ملي لوبډلې یاد هدف پوره نه کړای شو او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې او د هند لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ له ۵۶۴ منډو ۴۱۲ منډې شاته پاتې شوه.
د هند لوبډلې د یاد هدف د پوره کولو لپاره افغان لوبډلې ته د دویمې پاڼۍ د ترسره کولو بلنه ورکړه.
افغان لوبډله په دویمه پاڼۍ کې یوازې ۱۱۲ منډې د هند پاتې ۴۱۲ منډې یې پوره نه کړای شوې او په دې سره هند یاده لوبه د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپیر له افغانستان څخه وګټله.
د یادونې ده، له ټېسټلوبې وروسته به د افغان او هند لوبډلو ترمنځ د جون له ۱۳مې تر ۲۰ مې پورې به درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره شي.
Views: 9