د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د شنبې په ورځ، د ۱۳ ساعتونو په ترڅ کې، د مسکو شاوخوا په ګډون د روسیې په بېلابېلو سیمو کې ۳۳۹ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې تعقیب او نسکورې کړې دي.

د ایټالیا «انټرناسیوناله» ورځپاڼې د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د روسیې هوايي دفاعي سیستمونو د سهار له اوو بجو تر ماښام اتو بجو پورې، د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۳۳۹ اوکرایني ډرونونه له منځه وړي دي.

د راپور له مخې، د دغو بې‌پیلوټه الوتکو د تعقیب او نسکورولو عملیات د روسیې په ۱۳ سیمو او د تور سمندرګي پر ځینو برخو ترسره شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د روسیې یو شمېر مرکزي سیمې د بریدونو په هدفونو کې شاملې وې او د دغه هېواد په شمال‌لوېدیځ کې د لنینګراد او پسکوف سیمې هم د بې‌پیلوټه الوتکو له بریدونو اغېزمنې شوې دي.

په همدې حال کې، د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین په ټلګرام کې په څو جلا پیغامونو کې د بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالیت خبر ورکړی دی. د غیررسمي شمېرو له مخې، د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه ۱۴ بې‌پیلوټه الوتکې د مسکو شاوخوا نسکورې شوې دي.

انټرناسیوناله زیاته کړې چې د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې په څو پړاوونو کې د دغه هېواد په ځینو هوايي ډګرونو کې الوتنې لنډمهاله ځنډولې دي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د تور سمندرګي پر غاړه د سوچي ښار کې هم د ورځې په اوږدو کې څلور ځله د الوتنو د ځنډولو امر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د بې‌پیلوټه الوتکو متقابل بریدونه زیات شوي او دواړه لوري په وار وار یو بل د هوايي بریدونو په ترسره کولو تورنوي.

Views: 1