د بلک فلش پروموشن سازمان اعلان کړی چې افغان مسلکي سوک‌وهونکي مرتضی ندیم د بلغاریا پر وړاندې خپل سیال ته ماتې ورکړې ده.

د دغه سازمان په وینا، مرتضی ندیم تېره شپه په یوه هیجاني سیالۍ کې د بلغاریا له استازي سره رینګ ته ښکته شو او له شپږو نفس‌نیوونکو پړاوونو وروسته یې د داورانو د امتیازونو پر بنسټ بریا خپله کړه.

۲۶ کلن مرتضی ندیم تر دې وړاندې په خپلو ۹ مسلکي سیالیو کې اته بریاوې او یوازې یوه ماتې لرلې.

دا سیالي د انګلستان د منچستر ښار په ویتنشاو تالار کې ترسره شوه.

Views: 1