د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پر کویټ یې د ۱.۹۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د بې‌پیلوټه الوتکو ضد تجهیزاتو او سیسټمونو احتمالي پلور تایید کړی دی.

انادولو خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې په دې بسته کې د بې‌پیلوټه الوتکو ضد اړوند تجهیزات او سیسټمونه شامل دي.

په راپور کې راغلي چې دغه تجهیزات د «بې‌پیلوټه الوتکو د ګواښونو پر وړاندې د کویټ د مبارزې وړتیا لوړولو او د سیمې دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا» لپاره طرحه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو تجهیزاتو ټولیز لګښت ۱.۹۸ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

یاد وزارت زیاته کړې: «وړاندیز شوی پلور به د بې‌پیلوټه هوايي سیسټمونو پر وړاندې د الکترونیکي شنډولو وړتیاوو په برابرولو سره د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو پر وړاندې د کویټ د مقابلې وړتیا لوړه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن له دې مخکې هم د پوځي همکاریو په چوکاټ کې د سیمې هېوادونو ته دفاعي تجهیزات برابر کړي او ملاتړ یې کړی دی.

 

Views: 5