د کالیفورنیا د کانګرېس د ۱۴مې حوزې د لومړنیو ټاکنو د ابتدایي پایلو له مخې، افغانالاصل امریکایۍ عایشه وهاب ۲۳۲۹۶ رایې، یعنې ۳۴.۳ سلنه رایې ترلاسه کړې او د ټولو نوماندانو په منځ کې یې لومړی مقام خپل کړ.
د دویم ځای نومانده، میلیسا هرنانډېز Melissa Hernandez، د ۱۰۹۳۳ رایو په ترلاسه کولو سره له عایشه وهاب سره د نومبر عمومي ټاکنو ته ځي. په نومبر کې به دغه دوه مخکښ نوماندان د امریکا کانګرېس د یوې څوکۍ لپاره سیالي وکړي.
عایشه وهاب د لومړنیو ټاکنو له قوي مخکېوالي او د ټولو رایو له څه باندې درېیمې برخې په ترلاسه کولو سره د سیالۍ راتلونکي پړاو ته له پیاوړي دریځ او لوړ مورال سره داخلېږي.
عایشه وهاب په اصل کې د افغانستان ده. د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال یې کورنۍ له افغانستانه نیویارک ته کډواله شوه. د ماشومتوب پر مهال یې په یوه دردناکه پېښه کې پلار ووژل شو او مور یې په نیویارک ښار کې مړه شوه.
وروسته عایشه او د هغې کوچنۍ خور د یوې افغانې کورنۍ لهخوا، چې د افغانستان له شاهي کورنۍ سره تړاو لري، ومنل شوې او وروزل شوې. دغه کورنۍ د امیر شیرعلي خان له لمسیانو سره تړاو لري.
عایشه وهاب په کالیفورنیا کې لویه شوه، خپلې زدهکړې یې هم هلته بشپړې کړې او وروسته یې د امریکا په سیاسي ډګر کې فعاله ونډه واخیسته.
#عایشه_وهاب #کالیفورنیا #امریکا #کانګرېس #CA14 #افغان_الاصل #افغان_امریکایان #ټاکنې #افغانان
Views: 4