د ډنمارک د سوشل لېبرال ګوند افغانالاصل سیاستواله، سمیرا نوا امیني، د دغه هېواد په نوي جوړ شوي حکومت کې د اقلیم، انرژۍ او عامه خدمتونو وزیره ټاکل شوې ده.
سمیرا نوا چې کورنۍ ریښې یې افغانستان ته رسېږي، په ۱۹۸۸ کال کې د ډنمارک په البورګ ښار کې زېږېدلې ده. مور او پلار یې په ۱۹۸۶ کال کې د شوروي جګړې له امله له افغانستانه ډنمارک ته کډوال شوي وو.
نوموړې د سیول انجینر بشیر احمد نوا او د دوکتورا لرونکې متخصصې ډاکټرې محبوبه سپهر نوا لور ده. سمیرا نوا له نوید امیني سره واده کړی او دوه اولادونه لري.
نوموړې د کوپنهاګن له پوهنتونه د اقتصاد په برخه کې زدهکړې بشپړې کړې او وروسته یې په څېړنیزو مرکزونو او دولتي ادارو کې کار کړی دی.
سمیرا نوا په ۲۰۱۹ کال کې د ډنمارک پارلمان ته بریالۍ شوه او په وروستیو کلونو کې د اقتصاد، کارموندنې، جنسیتي برابرۍ، اقلیم او انرژۍ د پالیسیو په برخو کې د خپل ګوند له مهمو څېرو څخه وګرځېده. نوموړې بیا هم د ډنمارک پارلمان ته ټاکل شوې وه.
سمیرا نوا ۳۸ کلنه ده او تر دې وړاندې دوه ځله د ډنمارک د پارلمان فعاله او پېژندل شوې غړې پاتې شوې ده.
دغه ۳۸ کلنه سیاستواله د ۲۰۲۶ کال په پارلماني ټاکنو کې له ۱۰ زرو ډېرې شخصي رایې ترلاسه کړې او په ټول ډنمارک کې د خپل ګوند تر ټولو ډېرې رایې وړونکې نومانده شوه. سیاسي شنونکي دا بریا د ډنمارکي رایهورکوونکو ترمنځ د هغې د نفوذ او محبوبیت د زیاتېدو نښه بولي.
له دې ټاکل کېدو سره، سمیرا نوا په اروپا کې د افغانالاصل هغو لږو سیاستوالو له ډلې شوه چې په یوه اروپايي هېواد کې د وزارت مقام ته رسېدلې ده؛ داسې پېښه چې په اروپا کې د مېشتو افغانانو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه او پام راپارولی دی.
#سمیرا_نوا #ډنمارک #افغان_الاصل #افغانان #انرژي_وزیره #اقلیم #سوشل_لېبرال_ګوند #افغان_کډوال #افغانستان
Views: 2