د راپورونو له مخې، د هند د پلازمېنې نوي ډیلي په سوېل کې په یوه ودانۍ کې د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي .دغه پېښه نن چهارشنبه په «مالویا نګر» سیمه کې په یوه لویه ودانۍ کې چې په یوه پوړ کې یې یوه رستورانټ او په پورتنیو پوړونو کې یې یوه هوټل فعالیت درلود.
د ډیلي پولیسو ویلي چې اور د اته اوروژونکو موټرو په مرسته مهار شوی او په ودانۍ کې تر ۴۰ ډېر کسان ژغورل شوي دي.
د چارواکو په خبره، د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی او په دې اړه څېړنې روانې دي.
سرچینې لیکلي چې د دې پېښې یو شمېر قربانیان بهرني وګړي وو چې د درملنې لپاره هند ته تللي وو. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
ځایي رسنیو راپور ورکړی چې د مړه شوو کسانو یو شمېر د افریقایي هېوادونو اتباع وو او په همدغه هوټل کې یې استوګنه لرله. نوی ډیلی په سیمه کې د روغتیايي سیاحت له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي او هر کال زرګونه بهرني ناروغان د درملنې لپاره دغه ښار ته سفر کوي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ژوندي پاتې شوو ته یې د مالي مرستو د ځانګړې کولو خبر ورکړی دی.
Views: 5