د راپورونو له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ ۳۲۱ مثبتې او ۱۱۶ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان پرون (سېشنبه) ویلي چې د شکمنو پېښو ثبتېدل د دغو پېښو په شمېر کې د پام وړ کمښت ښيي؛ ځکه د سلګونو پېښو له څېړنو وروسته شک لرې شوی دی.
یاد سازمان ویلي چې په کانګو کې د ایبولا ناروغۍ له امله ۴۸ کسان مړه او شپږ نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویاند کریسټین لېنډمایر په جنیوا کې خبریالانو ته ویلي چې په یوګانډا کې هم د دې ناروغۍ نهه تایید شوې پېښې او یوه مړینه ثبت شوې دي.
Views: 10