د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز لهخوا د لیکوالې، شاعرې، سیاستوالې، فرهنګپالې او ټولنیزې فعالې صفیه صدیقي د فرهنګي شخصیت د درناوي او ستاینې په موخه علمي او ادبي غونډه جوړه شوه.
په دې نمانځغونډه کې د صفیه صدیقي پر ټولنیزو، ادبي او فرهنګي هڅو رڼا واچول شوه او د هغې د بېسارو او مخلصانه خدمتونو په قدردانۍ کې د ۲۰۲۶ کال علمي او ادبي جایزه هم نوموړې ته ورکړل شوه.
په غونډه کې ګڼو لیکوالانو، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و او د صفیه صدیقي پر ژوند، خدمتونو او علمي ـ ادبي میراث خبرې وشوې.
صفیه صدیقي تر اوسه د لوپټې، د شعر تر شا، نالوستی کتاب، سپینې خبرې، له شنه اسمانه باران، څو ګامه وړاندې، زما د کور مخامخ، که وخت همداسې نه و، در میان دود و آتش، د مستورې شال، د زړه غږونه، جوهر یو بېمثاله قاضي، د ملنګۍ کچکول او سلطان په نوم اثار چاپ کړي دي.
دغه راز د صدیقي یو شمېر نور شعري او نثري اثار چاپ ته چمتو دي، لکه: دا ستا په نوم چې بېوفا وختې، صفیه صدیقي د نیمې پېړۍ په هېنداره کې، له نغري تر ښانکي، دا هڅې به رنګ راوړي، او لکه پخوا لکه هېر، نېزه وړی، پټ مېړه، په منډه یا په ټنډه، د بيبي مستورې شال، زما نوماندي، سپینې کوڅې، سپېره هډوکي، زما د ژوند یوه سپېڅلې کیسه، چې غوټۍ پسې ورې په لاس به درشم، د یوه کلي یوه پېړۍ بریالۍ هڅې او نور.
صفیه صدیقي د حاجي څارنوال عبدالرزاق صدیقي لور ده او په ۱۳۴۳ لمریز کال د ننګرهار ولایت د سرهرود ولسوالۍ د نظراباد کلي په یوه فرهنګي او روحاني کورنۍ کې زېږېدلې ده.
نوموړې خپلې لوړې زدهکړې د کابل پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي د قضایي څارنوالۍ په څانګه کې بشپړې کړې دي. هغې له پېښور پوهنتون څخه د ژبو او ادبیاتو، سوداګرۍ او عامه ادارې په برخو کې د ماسټرۍ دوه سندونه ترلاسه کړي او همدارنګه یې د ډنمارک د اغهوس ولایت څخه د پروژې په اداره کې ډیپلوم هم ترلاسه کړی دی.
صفیه صدیقي په افغانستان کې په ګڼو مهمو پوستونو دندې ترسره کړې دي، چې له هغې ډلې یې لاندې د یادونې وړ دي:
- د مصالحې عالي شورا د رهبري هیئت غړې
- د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ښځو د حقونو متخصصه
- د ټولګټو وزارت د مطبوعاتو او ټولنیزو چارو ستره سلاکاره
- د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو وزارت د حقونو د برابرۍ ستره سلاکاره
- د نوښت، سولې او پرمختګ موسسې مشره AIPD
- د افغانستان د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې د اقتصادي ملي کمېسیون غړې
- د کلیو د پراختیا او بیا رغولو وزارت د پالیسي جوړولو او د کارکوونکو د کاري وړتیا د لوړولو ستره سلاکاره
- د ښځو چارو وزارت د پلان، پالیسۍ او نړیوالو اړیکو رییسه
د غونډې بشپړه ویډیو د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل کتلای شئ!
#صفیه_صدیقي #ټورنټو #کاناډا #افغان_ټولنیزو_خدمتونو_مرکز #لیکواله #شاعره #فرهنګپاله #ادبي_غونډه
#SafiaSediqi #Toronto #Canada #ANSSFoundation
Views: 3