لغمان ولایت کې د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار د راستنېدونکو کډوالو د موټر چپه کېدو له امله ۱۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان ولایت د رسنیو او عامه اړیکو دفتر وایي، دغه پېښه نن شنبه سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د قرغیو سرخکانو چوک ته څېرمه رامنځته شوې ده.
سرچینې د لومړنیو معلوماتو له مخې لیکلي چې په دې پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په مړو شوو کې ۱۰ ماشومان، پنځه ښځې او درې نارینه شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ترافیکو او مهاجرینو کمېټې مسوولین سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې چارې یې پیل کړې دي.
سرچینې ویلي چې ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار ولایت روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
Views: 1