د جاپان په شمال کې ځايي مسوولینو اعلان کړی چې د دغه هېواد په هوکایدو ټاپو کې پرون د رېښتر په کچه د ۷.۶ زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۰ او د ټپیانو شمېر ۱۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

جاپاني رسنیو نن (سه‌شنبه) راپور ورکړی چې د ژغورنې ټېمونه تر ودانیو لاندې د خلکو ژغورلو په لټه کې دي.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، له لومړۍ زلزلې وروسته یې شاوخوا ۱۴۰ نور ټکانونه تشخیص کړي او خبرداری یې ورکړ چې ښایي راتلونکو ورځو کې تر دې سختې زلزلې وشي.

د رېښتر په کچه ۷.۶ درجې د یادې زلزلې په پایله کې چې پرون د جاپان شمال لور ته په هوکایدو ټاپو کې وشوه، ډېر شمېر ودانۍ ویجاړې شوې، سړکونه تړل شوي او د زرګونو کورنیو برېښنا قطع شوې ده.

جاپان هغه هېواد دی چې ډېرې زلزلې په ‌کې کېږي او هر کال شاوخوا یو زر او ۵۰۰ د زلزلې ټکانونه په‌ کې رامنځته کېږي.

Views: 10