د کاناډا حکومت چې هڅه کوي پر امریکايي پوځي شرکتونو خپله تکیه راکمه کړي، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي د سویډن له «ساب» شرکت څخه څو کشفي او د مخکېني خبرداري طیارهوې واخلي او د امریکايي «بوئینګ» شرکت انتخاب پرېږدي.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د چهارشنبې په ورځ په اوټاوا کې په یوه دفاعي کنفرانس کې وویل، حکومت یې د «ساب» شرکت له استازو سره د «ګلوبلآی» کشفي طیارو د پېرلو په اړه خبرې پیل کړې دي. د هغه په وینا، د کاناډا هوايي ځواک به له دغو طیارو څخه د شمالي قطب په سیمه کې د ګواښونو د پېژندلو او مهارولو لپاره کار واخلي.
کارني وویل: «دا سیستم د کاناډا ستراتیژیکه خپلواکي پیاوړې کوي او په هېواد کې به نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.»
د «ګلوبلآی» سیستم د کاناډایي «بمباردیر» شرکت د ۶۵۰۰ جټ پر بنسټ جوړېږي او د «ساب» شرکت په رادارونو او حسګرونو سمبالېږي. دغه جټ د بمباردیر په ټورنټو فابریکه کې تولیدېږي.
د کاناډا هوايي ځواک مخکې پلان درلود چې د کورنیو عملیاتو او له هېواده بهر ماموریتونو لپاره تر شپږو پورې د مخکېني خبرداري طیارهوې واخلي. د شمالي قطب په سیمه کې د کاناډا د قلمرو د څارنې او کنټرول په اړه اندېښنو د دغو طیارو د پېرلو اړتیا لا ډېره کړې ده.
دغه طیارهوې کولای شي ځمکني، سمندري او هوايي هدفونه تر ۶۵۰ کیلومترو واټن پورې تعقیب کړي.
کارني په مارچ میاشت کې ژمنه کړې وه چې کاناډا به د شمالي قطب د خپل پراخ قلمرو د ساتنې بشپړ مسوولیت پر غاړه اخلي.
د کارني حکومت تېر کال د دفاعي بودجې په زیاتولو اعلان وکړ چې کاناډا، د ناټو د ژمنو له مخې، د ناخالص کورني تولید دوه سلنه پر پوځي لګښتونو لګوي. امریکا له کاناډا او نورو ناټو غړو غواړي چې دا اندازه د ناخالص کورني تولید پنځو سلنو ته لوړه کړي.
ساب شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، که تړون نهایی شي، په کاناډا کې به د څېړنې او پراختیا په برخه کې پانګونه وکړي. کارني هم ویلي چې دغه تړون به شاوخوا دوه زره کاري فرصتونه رامنځته کړي او د دغو طیارو ټکنالوژي به د کورني تولید لپاره کاناډا ته انتقال شي.
په اوټاوا کې د کارلټن پوهنتون د نړیوالو چارو مرکز مرستیال فیلیپ لاګاسه دا پرېکړه «د کارني حکومت د هغې تګلارې لپاره مهم ازمېښت» بللی چې غواړي پر امریکايي وسلو او پوځي ظرفیتونو تکیه راکمه کړي.
ساب همدارنګه هیله لري چې دغه تړون کاناډا ته د «ګرېپن» جنګي طیارو د پلورلو لاره هم هواره کړي. اوټاوا اوس د دغو جنګي طیارو د پېرلو امکان هم ارزوي.
کاناډا مخکې د لاکهید مارټین شرکت څخه د ۸۸ اف-۳۵ جنګي طیارو د پېرلو تړون لاسلیک کړی و، خو پر کاناډايي وارداتو د امریکا د تعرفو له لګولو وروسته، کارني له پوځ وغوښتل چې د دې فرمایش د کمولو او د بدیلو انتخابونو د ارزونې امکان وڅېړي.
د «ګرېپن» جنګي طیاره د کاناډا د هوايي ځواک د نوې کولو له مهمو انتخابونو څخه بلل کېږي او احتمال شته چې اوټاوا د خپلو اړتیاوو یوه برخه له ساب شرکت څخه پوره کړي. دا بدلون تر یوه حده پر امریکا د کاناډا د باور د کمېدو له امله بلل کېږي.
Views: 2