د ایران ولسمشر وایي، تهران چمتو دی نړۍ ته ډاډ ورکړي چې د اټومي وسلو او په سیمه کې د ناامنۍ رامنځته کولو په لټه کې نه دی او د ده په وینا، دا اسرائیل دی چې د جګړې او ناامنۍ لپاره له هر فرصت څخه ګټه اخلي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون، یکشنبه، ویلي چې تهران په سیمه کې د ناامنۍ په لټه کې نه دی.
ده ویلي: «موږ چمتو یو نړۍ ته ډاډ ورکړو چې د اټومي وسلو په لټه کې نه یو، ایران په سیمه کې د ناامنۍ په لټه کې نه دی؛ دا صهیونیستي رژیم دی چې د جګړې او ناامنۍ د ژوندي ساتلو لپاره له هر فرصت څخه ګټه اخلي.»
هغه زیاته کړې: «موږ د خپل شهید امام په وخت کې اعلان کړی و، اوس هم اعلان کوو چې چمتو یو نړۍ ته ډاډ ورکړو چې د اټومي وسلو په لټه کې نه یو، په سیمه کې د ناامنۍ په لټه کې نه یو؛ هغه څوک چې د سیمې د ناامنولو په لټه کې دی، د اسرائیل رژیم دی چې د لوی اسرائیل نقشه تعقیبوي.»
پزشکیان څرګنده کړې چې دی او له امریکا سره د خبرو اترو پلاوی به د «ایران له عزت او سرلوړۍ» تېر نه شي.
د یادونې ده چې امریکا، اسرائیل او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه پر ایران تور پورې کوي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي؛ خو تهران تل دغه تور رد کړی دی.
د پزشکیان یادې څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ویلي وو، له ایران سره د سولې هوکړه تر ډېره وروستۍ شوې ده؛ هغه هوکړه چې د نوموړي په وینا، ښايي د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدو لامل شي؛ خو ایران د تنګي د بیا پرانیستل کېدو په اړه د ټرمپ ادعا رد کړې او ویلي یې وو چې د احتمالي هوکړې له مخې به د دې اوبیزې لارې مدیریت لا هم د تهران په واک کې پاتې وي.
Views: 2