د کابل امنیه قومانداني وایي چې د سرای شهزاده په سیمه کې د پخواني حکومت پر مهال د ولسي جرګې د غړي، الله ګل مجاهد د زوی احسان الله په ګډون څلور کسان په ډزو وژل شوي دي.
د کابل د امنیه قومانداني ویاند، خالد ځدران پژواک ته وویل، یاده پېښه نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې د سرای شهزاده ترڅنګ رامنځته شوې ده.
هغه وویل: «په پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي؛ یو د الله ګل مجاهد زوی احسان الله، بل یې ساتونکی، یوه عامه ښځه او یو بل عام وګړی، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي چې یو د مقابل لوري یو کس په ټپي حالت کې نیول شوی او د الله ګل مجاهد یو وراره هم نیول شوی دی.»
د هغه په خبره، لومړني معلومات ښيي چې پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده
Views: 20