د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار د پرونۍ ترافیکي پېښې له امله تر اوسه د دوو نارینهوو او دوو ماشومانو جسدونه له سینده راایستل شوي او د پنځو نورو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند سیمه کې دوه موټر، فیلډر او پاسو، له یو بل سره تر ټکر وروسته سیند ته لوېدلي دي.
سرچینه لیکي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو دوو موټرو کې نهه کسان سپاره وو چې له پېښې وروسته په اوبو کې نادرکه شول.
خبرپاڼه زیاتوي، د لغمان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي او مرستندویې ډلې د سیند په اوږدو کې د قربانیانو لټون کوي.
سرچینې څرګنده کړې چې تر اوسه د دوو نارینهوو او دوو ماشومانو جسدونه له سینده راایستل شوي دي.
مسوولینو ویلي چې د لټون او ژغورنې عملیات به د ټولو قربانیانو تر موندلو دوام ولري.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له موټرچلوونکو غوښتي چې د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار د موټرچلونې پر مهال له ډېر سرعت، بېاحتیاطۍ او خطرناکو سبقتونو ډډه وکړي.
Views: 9